د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنګ پر ځوانانو څه اغېز پرېباسي؟


په بنو کې په ۲۰۱۸ م کال کې د شوې چاودنې عکس

د دې اوونۍ د ځوانانو غږ خپرونې موضوع وه «پر ځوانانو د جنګونو اغېز» او په دې مو له ځوانانو سره بحث درلود چې ځوانان په دې لاره کې څه رول لوبولی شي؟

د مېلمنو او اورېدونکو دا نظر وو چې جنګونو د ځوانانو ژوند، صحت، تعليم، روزګار، سپورټس، بلکې هرڅه اغېرمن کړي.

دوی وايي که پښتنو ځوانانو ټوپک کېنښود او د تعليم لار يې خپله نه کړه نو د دغه سيمې راتلونکی به له موجوده وخته هم ډېر خراب وي.

دا په داسې حال کې ده چې په امريکا کې د وټسن انسټيټيوټ په نامه د څېړنیزې ادارې د شمېرو له مخې د ۲۰۰۱ م کال نه تر ۲۰۱۸ م پورې له جنګونو نه نېغ په نېغه په افغانستان کې ۱۴۷۰۰۰ او په پاکستان کې ۰۰۰ ۶۵کسان مړه شوي دي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:35:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG