د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرېکټر عدالقادر مړ شو


په ارشيف کې د کرېکټر عبدالقادر عکس
په ارشيف کې د کرېکټر عبدالقادر عکس

د پاکستان کرېکټ لوبډلې پخوانی لېګ سپېنر عبدالقادر وفات شوی.

د عبدالقادر زوم کامران اکمل د سپټمبر په شپږمه رسنيو ته وېلي دي چې قادر د جمعې په ورځ د زړه حرکت بندېدو له وجې مړ شوی.

لېګ سپېنر قادر په ۶۷ ټېسټ مېچونو کې ۲۳۶ او ۱۰۴ يو ورځنيو مېچونو کې ۱۳۲ وکټې تر لاسه کړې وې.

د پاکستان وزيراعظم او پخواني کرکټر عمران خان،ولسمشر عارف علوي ،د کرېکټ نړۍ يوشمېر لوبغاړو او د کرکټ نړيوالې شورا په ټوېتر خپلو څرګندونو کې د عبدالقادر پر مرګ خپګان ښودلی.

۶۳ کلن عبدالقادر په لاهور کې زږيدلی وو. نوموړی د پاکستانۍ لوبدلې چيف سلېکټر پاتی شوی وو او په لاهور کې يې د کرېکټ اکاډمي هم جوړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG