د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان، افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه


د افغانستان، چین او پاکستان جنډیانې

د پاکستان، افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران به د سېپټمبر پر اوومه په اسلام اباد کې غونډه کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سېپټمبر په شپږمه په يو بيان کې ويلي دي چې دا د خارجه وزیرانو درې اړخیزو مذاکراتو درېم پړاو دي.

په غونډه کې به شاه محمود قريشي د پاکستان، وانګ لې د چين او صلاح الدين ربانی د افغانستان استازیتوب کوي.

د غونډې اجنډه به د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي اړيکو، د سولې بهیر، امنيتي همکاري، د ترهګرۍ ضد، پرمختیايي همکاري او پر رابطو راڅرخي.

د پاکستان، افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو فورم په ۲۰۱۷ز کال کې جوړ شوی وو. د دې ټولنې موخه د دغه درېواړو هېوادونو ترمنځ خپلمنځۍ ګټې، اقتصادي پرمختیا، سوله او امنیت ته وده ورکول دي.

د دې فورم لومړۍ غونډه په ۲۰۱۷ز کال په بیجینګ کې، دوهمه په ۲۰۱۸ز کال په کابل کې او درېمه یې دا دی په اسلام اباد کې کېږي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG