د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانیو ترهګرو ډلو پرضد د هند پر اقدام د شنونکو نظر


د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد
د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد

د سوېلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله اېلس وېلز وايي هېواد يې د هند له هغه نوي قانون سره ولاړ دی

امريکا د هند د هغه نوي قانون هرکلی کړی چې له مخې يې ځينې پاکستان مېشته کسان ترهګر ګرځول شوي او وايي د هند لخوا دا نوی قانون د ترهګرۍ ضد جنګ لړ کې د امريکا او هند ګډو هلو ځلو ته ممکنات پراخوي.

د سوېلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستياله اېلس وېلز وايي هېواد يې د هند له هغه نوي قانون سره ولاړ دی چې له مخې يې د وسله والې ډلې جېش محمد مشر مسعود اظهر، د لشکر طيبه مشر حافظ سعيد او د ده مرستيال ذکي الرحمان لکوي او د جنايي ډلې پټ بدمعاش داود ابراهيم ترهګر ګرځول شوي.

د زيارت پر ورځ د امريکا د بهرانيو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسيا څانګې پر ټويټر د اېلس ويلز له خولې دغه بيان پر داسې وخت ورکړی چې د جمو او کشمير په مسله د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه بيان په پاکستان او ترهګرۍ ضد جنګ څه اثرات غورځولئ شي؟

په اسلام اباد کې د پوځ پخوانی لفټننټ جنرل طلعت مسعود د زيارت پر ورځ مشال رېډيو ته وويل: ''پاکستان به د امريکا پر دې اقدام خپه نه وي ځکه چې پاکستان هم پر دغو کسانو بنديزونه لګولي دي او د نړيوالو قوانيو مطابق يې د دغه کسانو خلاف کاروايانې کړي دي. که امريکا او هندوستان هم د دوی پرضد اقدامات کوي نو په دې کې څه بده خبره نشته او نه به يې په پاکستان اثرات وي او پاکستان به هم وايي چې دا درست اقدم دی.''

خو په اسلام اباد کې د پاکستان پوځ پخوانی بريګېډییېر سيد نزير بيا وايي د امريکا د دغه اقدام به په پاکستان ډېر بد اثرات پرېوزي. نوموړي د زيارت پر ورځ مشال رېډيو ته وويل په داسې حال کې چې پاکستان د جمو -کشمير پر سر د هند خلاف خپل اتحاد پياوړی کول غواړي نو د امريکا لخوا د هند ملاتړ اسلام اباد ته سفارتي تاوان رسولی شي.

نوموړی وايي د امريکا له دا ډول خبرو د ترهګرۍ ضد جنګ او افغان سوله هم اغېزمنېدلای شي: ''په افغانستان کې د داعش په ګډون يوشمېر وسله والې ډلې دي نو که د جمو او کشمير مسله پر وخت نه حل کېږي نو کشمير هم د وسله والو لپاره مېدان جنګ ګرځېدلای شي. بله دا چې د افغانستان د سولې خبره د پاکستان له سفارتکارۍ سره تړل شوې نو د پاکستان ټوله توجو اوس د کشمير لور ته ده او افغان سولې ته یې کمه ده نو د سولې عمل ته هم تاوان رسېدلای شي.''

بلخوا د پوځ پخوانی لفټننټ جنرل طلعت مسعود د امريکا ياد اقدام ډېر مهم بولي او وايي له دې سره به د ترهګرۍ په مخنيوي کې مرسته و شي: ''پاکستان پرې بنديزونه لګولي وو او اوس هند او امريکا هم دا ګام پورته کوي او کوشش کوي چې دا قسمه وسله والې ډلې له منځه يوړل شي، دوی به ځان له د مالي مرستو راټولو جوګه پاتې نشي او فعاليتونه به يې ختم شي. ملګرو ملتونو هم پر دغو ډلو بنديزونه لګولی او له هرې خوا د دې ډلو پرضد دايره تنګېږي نو زما په خيال چې نړيوال طاقت امريکا، غټ طاقت هندوستان او پاکستان د ترهګرو خلاف يو دريځ خپل کړی او له دې سره به د وسله والو وجود تر کافي حده ختم شي.''

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسيا څانګې بيان د زيارت پر ورځ پر داسې وخت مخې ته راغلی چې هندو ورځپانه وايي د چار شنبې پر ورځ د هند کورنيو چارو وزارت په يو نوټيفېکشن کې ويلي چې مسعود اظهر، حافظ سعيد، ذکي الرحمان لکوي او داود ابراهيم يې ترهګر ګرځولي دي. د يادونې ده چې پاکستان حافظ سعيد نيولی دی. لکوي په ضمانت خوشې شوی او مسعود اظهر چې د ملګرو ملتونو بنديزونو کمېټې په روان کال کې د ترهګرو په نړيوال لېسټ کې واچوو، پاکستان هم پر ده د بنديزونو پخلی کړی.

XS
SM
MD
LG