د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې بدلېدونکې سياسي منظرنامه


د پاکستان تحريک انصاف په واک کې د راتلو څه دپاسه يوکال شوی دی خو په هېواد کې لاهم سياسي ثبات نشته.

د دوه لويو اپوزيشن ګوندونو پاکستان پېپلز پارټۍ مرستيال مشر اصف علي زرداري او د مسلم ليګ مشر نواز شريف، د هغه لور او ځينې نور مشران د درغلی په تور په زندان کې دي.

تېره ورځ د پاکستان مطبوعاتو داسې خبر خپور کړی وو چې پکې نوازشريف ويلي چې له حکومت سره د پړدې شاته هېڅ ډول جوړ جاړي ته تيار نه دی.

دا خبره ځکه مخې ته راغلې چې داسې ګنګوسې خورې دي چې د عمران خان حکومت او د هغه ملاتړي غواړي له نوازشريف سره داسې يو جوړ جاړی وکړي چې له مخې يې هغه او لور مريم نواز له هېواده دباندې ولاړ شي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره د پاکستان دغې بدلېدونکې سياسي منظرنامه ته کتنه کوو.

مېلمانه د سياسي چارو پوه قريش خټک او د انډيپنډنټ نيوز وېبپاڼې د پاکستان مشر هارون رشيد دي.

د پاکستان سياسي منظرنامه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG