د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومت نسکورولو اټله فیصله مو کړې: عطاء الرحمان


د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په کراچۍ کې یوې غونډې ته وینا کوي. ۲۰۱۱ز کال ۴م جنوري
د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په کراچۍ کې یوې غونډې ته وینا کوي. ۲۰۱۱ز کال ۴م جنوري

د مولانا فضل الرحمن ګوند جمعیت علماء اسلام وايي، د اپوزیشن ډېری ګوندونه ورسره د حکومت خلاف په اکتوبر کې اسلام اباد ته په ملین مارچ کې ملاتړ کولو ته رضا دي خو د وخت او د دې د طریقه کار په اړه به سلا مشوره کوي.

د یاد ګوند یوه مشر او سېنېټر مولانا عطاء الرحمان د نهې په ماښام مشال رېډیو ته وویل د دغه مارچ په نتیجه کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت نسکورول غواړي.

''دا اعلان د مذهبي ګوندونو له مشرانو سره یوځای شوی او نېټه ځکه نه ده ټاکل شوې چې په دې به موږ له اپوزیشن ګوندونو سره مشوره کوو. خو که له موږ سره سیاسي ګوندونه نه راځي نو هم جمعیت علماء اسلا اټله فیصله کړې چې موږ به په دې کې خپل افرادي قوت ښکاره کوو او نتیجه به یې صرف او صرف دا وي چې دا حکومت راورغوځېږي بس.''

په پاکستان کې د حکومت جوړولو یا نسکورلو کار د عوامو او یا سیاسي ګوندونو له وسه بهر دی. د پوځ چې کوم حکومت خوښ وي هغه به قایم وي او چې کوم یې نه وي خوښ هغه به ختمېږي
قریش خټک


د شانګلې نه د مسلم لیګ نواز ګوند د قامي اسمبلۍ غړی عبادالله خان وايي دوی به په دغه مارچ کې ګډون کوي او دا چې د اپوزیشن هر ګوند یواځې هم د ملین مارچ کولو توان لري.

''په دې باندې مشاورت جاري دی خو حتمي خبره دا ده چې زموږ ګوند به د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ ازادي مارچ کې لازمي ګډون کوي. د اپوزیشن ګوندونو لپاره ملین مارچ کول هېڅ مشکله نه ده. تاسو به کتلي وي چې د مریم نواز په جلسو کې په لکونو خلک ګډون کوي، دا راز جمعیت علماء اسلام هم څو واره ثابته کړې چې په یو غږ یې په لکونه خلک را وځي.''

بلخوا د پاکستان پیپلز ګوند سېنېټر بهره مند تنګي وايي ګوند به یې د رهبر کمېټۍ له فیصلې وروسته خپل لایحه عمل واضحه کوي:

''د ټولو اپوزیشن ګوندونو په ګډه یوه رهبر کمېټي جوړه شوې چې په دې به غور کوي چې دا احتجاجي مارچ کله او د څومره وخت لپاره پکار دی، بیا دا چې ایا دا به د حکومت پکې به د حکومت تر ختمېدلو پورې وي او که څنګه؟ چې رهبر کمېټي څه فېصله وکړي نو د پیپلز پارټۍ په ټول اپوزیشن ګوندونه به په دې مارچ کې د ګډون رسمي اعلان کوي.''


دا چې د مولانا فضل الرحمان د ملین مارچ د بریالي کېدو امکانات څومره دي، د سیاسي چارو پوه قریش خټک یې په اړه وايي:

''د جمعیت علماء اسلام ملاتړي زیاتره د مدرسو زدهکونکي دي او که داسې وګورۍ نو یواځې د اسلام اباد په خوا اوشا کې په سلګونو مدرسې دي. د جنرل پروېز مشرف په وخت کې مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې د احتجاج اعلان کړی وو او د مدرسو د زدهکوونکیو په ملاتړ یې ټول اسلام اباد بند کړی وو. نو مارچ خو کولی شي. البته په پاکستان کې د حکومت جوړولو یا نسکورلو کار د عوامو او یا سیاسي ګوندونو له وسه بهر دی. د پوځ چې کوم حکومت خوښ وي هغه به قایم وي او چې کوم یې نه وي خوښ هغه به ختمېږي.''

قریش خټک زیاتوي چې دا مهال د حکومت د بدلون نښې نه ښکاري.

خو پوځ وخت په وخت د هېواد په سیاسي چارو کې لاسوهنه رد کړې ده.

بلخوا حکومت لا له وړاندې ویلي چې اپوزیشن ګوندونه خپلو کې اتفاق او د عوامو دومره ملاتړ نه لري چې اسلام اباد ته د ملین مارچ په ترڅ کې د حکومت لپاره سیاسي خطر جوړ شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG