د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دروازه ۲۴ ساعته پرانېستل شوه


د ارشیف انځور

تورخم ـ پاکستاني چارواکو د سېپټمبر د دوهمې نېټې پر ماښام د تورخم دروازه د ۲۴ ساعته تګ راتګ او تجارت لپاره پرانېستله.

که څه هم دا پروسه د اوس لپاره په ازمیښتي ډول پرانېستل شوې خو وروسته به یې وزیراعظم عمران خان رسمي پرانیسته کوي.

بېګا (د سېپټمبر دوهمه) له دواړو خواوو تجارانو خپل ګاډي په تورخم دروازه پورې ویستل. دوی د پاکستان د حکومت په دې پرېکړه خوښي ښکاره کوله.

پاکستاني چارواکي وايي، د کسټم ۵۴ کارکونکي یې د تورخم په دروازه ګومارلې دي چې په دوو شفټونو کې کار کوي.

د وزیراعلی له دفتره د اګست د ۳۱مې په ماښام د خپور شوي یو بیان ترمخه اوس به د تجارت او راشه درشه لپاره دا دروازه شپه او ورځ پرانېستې وي.

د افغانستان او پاکستان سوداګرو د تورخم لار تر ۲۴ ساعته پورې د پرانېستلو د ګام هرکلی کړی دی.

د پاکستان حکومت د تورخم لار په ازمېښتي توګه تر ۲۴ ساعته پورې د پرانېستلو اعلان په داسې حال کې کړی دی چې د چارواکو په وينا د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت د پخوا پرتله کم شوی دی.

په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ګډې اتحاديې مرستيال خان جان الکوزي د سېپټمبر په لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال د تورخم دروازې ۲۴ ساعته پرانېستې ساتلو په اړه د پاکستان د حکومت د پرېکړې هرکلی وکړ.

په پېښور کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د اتحاديې يو بل مشر زاهدالله شینواری هم د تورخم دروازې تر ۲۴ ساعتونو پورې د خلاصولو د ګام هرکلی کوي.

نوموړي د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل چې دا ګام بايد ډېر پخوا اخېستل شوی وای.

د ده په وينا، دا يو ښه اقدام دی خو پکې مشکلات لاهم شته.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG