د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هندي سفارت مرستیال له کلبوشن یادو سره ولیدل


پوځ په ۲۰۱۶ز کال کې د کلبوشن یادو یوه ویډیو خپره کړې وه
پوځ په ۲۰۱۶ز کال کې د کلبوشن یادو یوه ویډیو خپره کړې وه

اسلام اباد - د سېپټېمبر پر دویمه، په پاکستان کې د هند د سفارت مرستیال (ډېپټي های کمېشنر) د جاسوسۍ په تور له بندي هندي وګړي سره لیدلي.

د پاکستان رسنۍ وايي، ګوراو اهلووالیا د اسلام اباد په زندان کې له کلبوشن یادو سره تر یو ساعت پورې ملاقات وکړ.

یادو ته په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان پوځي عدالت د جاسوسۍ په تور د مرګ سزا اورولې وه.

هند د دې سزا ضد د انصاف نړیوال عدالت ته ولاړ.

عدالت د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۱۷مه په خپله فیصله کې ویلي ول چې د هند سفارتي عملې ته دې اجازه ورکړي چې له یادو سره وویني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سېپټېمبر پر لومړۍ په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې حکومت یې د انصاف نړیوال عدالت له پرېکړې سره سم، په اسلام اباد کې د هند سفارت ډېپلوماټانو ته اجازه ورکوي چې له یادو سره وویني.

د بهرنیو چارو وزارت هم پر یاده نېټه په یوه بیان کې ویلي ول چې دا اجازه د هېواد قانون او نړیوالو موافقو په رڼا کې ورکوي.

د پاکستان پوځ وايي، کلبوشن یادو یې د ۲۰۱۶ز کال د مارچ پر درېیمه له بلوچستانه د عملیاتو پر مهال نیولی وو او هغه مهال یې پر نوموړي تور پورې کړی وو چې د هند استخباراتي ادارې (را) لپاره یې کار کاوه.

پوځ د کلبوشن یادو یوه ویډیو خپره کړې وه چې پکې ده ظاهراً د جاسوسۍ تور منلی وو.

نوي دلي دا تور رد کړی وو.

XS
SM
MD
LG