د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دوحه کې د سولې لپاره خبرې نن بیا پیلېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې خبرې د اګست پر ۳۱مه بیا پیلېږي. دا د خبرو نهم دور دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اګست په ۳۰مه په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې او کابل ته روان شوی چې په افغانستان کې د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.

په دوحه کې د خلیلزاد ملګري پلاوي تېره اوونۍ امریکا غږ راډیو ته وویل چې زلمي خلیلزاد د دې دور په پای کې بیا کابل ته ځي.

د ارګ یوې پټې سرچینې هم مشال راډیو ته ویلي وو چې خلیلزاد د جمعې په ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره ګوري.

د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د اګست پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې په دوحه کې د تېرې جمعې په ورځ خبرې ځنډېدلې وې. شاهین وویل چې مذاکرې به د اګست پر ۳۱مه له سره پیلېږي، خو نور جزیات يې ور نه کړل.

یو شمېر غربي رسنیو په بیا بیا د معتبرو سرچینو په حواله ویلي چې واشنګټن غواړي چې د سېپټمبر تر لومړۍ نېټې د سولې تړون پکار ده چې وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جون په ۲۵مه په کابل کې خبریالانو ته ویلي وو:

« زه هیله لرم چې موږ به د سپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې د سولې یوه موافقه ولرو، دا زموږ ماموریت دی.»

سبا یکشنبه د سپټمبر لومړۍ نېټه ده.

ایا موافقه نهايي شوې ده؟

د دې سوال ځواب یوازې زلمی خلیلزاد، د دوحې دفتر یا د افغانستان جمهوري ریاست ورکولی شي، خو یوه لوري هم رسماً د موافقې د نهايي کېدو خبر نه دی تأیید کړی.

په کابل کې د سیاسي چارو څېړونکي حاجي سید داود بېګا له مشال راډیو سره په مرکه کې داسې باور څرګند کړ چې ښايي د ولسمشر ټرمپ اداره نور غور ته مجبوره شوې وي.

حاجي سید داود وویل:

"زه فکر کوم چې هغه غږونه چې په واشنګټن کې له سنا، د استازو له مجلسه، وزارت خارجه او حتی د امریکا پخوانیو جنرالانو امریکا ته داسې نظر پېدا کړ چې که تاسو له افغانستانه ووځئ او له دې سره سم په افغانستان کې هله ګوله پېښېږي یا ستونزې پېښېږي، ټول مسؤلیت یې امریکا لري، نو امریکا باید خپلو خلکو ته دلته د پېسو د مصرف او د قربانیو یو ځواب پېدا کړي چې په افغانستان کې هم تفاهمنامه وشوه او هم وضع ارامه شوه."

وسله والو طالبانو د تېرې چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې له امریکا سره داسې موافقې ته ډېر نږدې شوي چې پر اساس به یې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر وویل چې له طالبانو سره د موافقې په صورت کې به هم یو شمېر امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

امریکا اوس د رپوټونو پر اساس په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ عسکر لري.

ډونالد ټرمپ له فاکس نیوز راډیو سره په مرکه کې وویل چې د خپلو عسکرو شمېر به ۸۶۰۰ ته را کم کړي او د امریکا د استخباراتو د پام وړ شمېر کارکوونکي به هم په افغانستان کې پاتې شي او حضور به یې په افغانستان کې په شرایطو پورې تړلی وي.

د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر یوې سرچینې د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د ولسمشر ټرمپ داسې بیانونه د سولې پر توافق پر روانو خبرو منفي اغېز کولی شي.

دې سرچینې چې د مسئلې د حساسيت له امله یې د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کولې، مشال راډیو ته وویل چې په دوحه کې د خبرو هدف په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پای ته رسول دی، نه دا چې د هغوی شمېر کم شي.

XS
SM
MD
LG