د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي: پر کندز ښار د طالبانو برید پر شا تمبول شوی


د کندز ولايت مرکز کندز ښار
د کندز ولايت مرکز کندز ښار

کندز - افغان چارواکي وایي پر کندز ښار د وسله والو طالبانو برید پر شا تمبول شوی دی. د چارواکو په خبره د کندز ښار پر امنیتي پوستو له څو خواوو د وسله والو طالبانو پیل شوی برید د شپې له یوې نیمې د سهار (اګست ۳۱مه) تر څلور نیمو بجو دوام وکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې کندوز ښار ته څېرمه په څلورو سیمو کې د افغان هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندز ولايت د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسېني نن (د اګست پر ۳۱مه) مشال راډيو ته وویل چې برید پر شا تمبول شوی او په سیمه کې تازه دمي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

د چارواکو په خبره چې د اوس لپاره د جګړې زور کم شوی خو لا هم د کندز ښار په څنډو کې ډزې اورېدل کېږي.

اخوا وسله وال طالبان د کندز ښار په برید کې د امنیتي پوستو د نیولو او د وسلو د لاسته راوړلو ترڅنګ د ګڼو افغان ځواکونو د وژلو او نیولو ادعا کوي.

طالبانو له دې وړاندې په ۲۰۱۵م کال کې هم پر کندز ښار بريد کړی و او تر څو ورځو يې په ولکه کې و چې بيا وروسته د افغان او ناټو ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې پر شا وتمبول شول.

XS
SM
MD
LG