د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې "کشمير ساعت" ولمانځل شو


اسلام اباد کې ټرافيک جام دی (ارشيف)
اسلام اباد کې ټرافيک جام دی (ارشيف)

پراګ ـ په پاکستان کې نن (د اګست پر ۳۰مه) له کشمیریانو سره د یووالي ساعت ولمانځل شو. د "کشمير ساعت" مهال په بېلا بېلو ښارونو کې خلک سړکونو ته وتلي ول. له کشميريانو سره د غرمې له ۱۲ بيا تر ۱۲نيمو بجو پورې د یووالي څرګندولواعلان د اګست پر ۲۹مه وزیراعظم عمران خان کړی و.

پر دې مهال د نيم ساعت لپاره ټرافيکي اشارې سرې کړل شوې او د نيم ساعت لپاره پر سړکونو موټران ودرول شول.

په اسلام اباد کې پر دې مهال احتجاج کوونکو ته په وینا کې عمران خان وویل چې د کشمیر پر مسله په نړۍ کې د بشري حقونو له سازمانونو او د بېلا بېلو هېوادنو له مشرانو سره په اړیکه کې دی. هغه پر نړۍ غږ وکړ چې د مسلې د حل لپاره دې رامخته شي.

((ټولې نړۍ ته دا خبره معلومول پکار دي چې کله دوه اټومي وسله لرونکي هېوادونه د يو بل پر ضد ودرېږي نو تاوان به یې یوازې برصغير ته نه بلکې ټولې نړۍ ته ورسېږي. زه ټولې نړۍ او بهرنيو رسنيو ته دا خبره رسوم.))

دا وروسته له هغې ده چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر سر ترینګلتیا زیاته شوې ده. پاکستان له هند سره سفارتي اړیکې کمې کړې او تجارتي او ټرانسپورټي اړیکې یې ورسره ځنډولې دي.

کارپوه ډاکټر خادم حسین وایي، حکومتونه د یوې مسلې د حل لپاره احتجاجونه او مظاهرې نه کوي بلکې خپل صلاحیتونه په کار راولي خو په پاکستان کې دا هر څه سرچپه دي.​

دا د ریاستونو ترمنځ مسله ده، دا د سکولونو، پوهنتونونو او کاروبارونو په بندولو نه حل کیږي. ماته ښکاري چې واکمن په داسې اعلانونو خلک جذباتي کول غواړي او په دې کې د پاکستان د اشرافیه ګټه ده.
ډاکټر خادم حسېن

پاکستان د اګست پر ۲۰مه د کشمیر مسله د انصاف نړیوال عدالت ته د وړلو ویلي و، خو د ۱۰ ورځو تر تېریدو وروسته لا هم په هغه لړ کې کوم پرمختګ ونه شو. له دې وړاندې پاکستان دغه موضوع د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم راپورته کړې وه.

ډاکټر خادم حسېن وایي، پاکستان د ناسمې بهرنۍ تګلارې او په نړیواله کچه د یوازي والي له کبله د نړیوالو پاملرنه د کشمیر لور ته په اړولو کې پاتې راغلی نو اوس يې په هېواد کې دننه احتجاجونو ته مخه کړې ده.

نوموړی زياتويو "دا د ریاستونو ترمنځ مسله ده، دا د سکولونو، پوهنتونونو او کاروبارونو په بندولو نه حل کېږي. ماته ښکاري چې واکمن په داسې اعلانونو خلک جذباتي کول غواړي، ځکه چې په تېرو وختونو کې تل د پاکستان اشرافیې د خلکو په جذباتي کولو سره خپلې ګټې خوندې کړې دي."

بلخوا پخوانی سفارتکار ایاز وزیر وایي، پاکستان په اوسني وخت کې درې لارې لري، یو جګړه کول دي چې په هغې کې د هر چا تاوان دی. بل پر هند د نړیوالو لخوا فشار راوستل دی، خو له هند سره د نړیوالو ګټې تړلې دي نو ځکه ورباندې فشار را نه وستل شو. نوموړی وایي، درېیمه لاره دا پاتې وه چې وزیراعظم عمران خان یې اعلان وکړ.

"نن سبا هر هېواد خپلو ګټو ته ګوري او هند د ډېريو هیوادونو لپاره غټه اقتصادي منډۍ ده ګنې دا خو د ملګرو ملتونو پرېکړه ده چې د کشمیر په اړه د پرېکړې حقدار کشمیریان دي. نن د کشمیریانو زور نشته نو دنیا مخ نه ور اړوي. په پاکستان کې احتجاجونه د نړۍ پام دغې موضوع ته را اړولای شي."

د هند حکومت د اګست پر پنځمه د کشمير نيمه خپلواک حيثيت ختم کړ. پاکستان وايي هند په داسې کولو سره له نړيوالو قوانينو سرغړونه کوي خو نوی ډيلی وايي، دا يې کورنۍ معامله ده.

XS
SM
MD
LG