د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: له طالبانو سره تر هوکړې وروسته هم افغانستان کې سرتېري ساتو


امریکايي پوځیان افغان سرتېري روزي او ورته مشورې ورکوي

واشنګټن - امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که له طالبانو سره هوکړه وشي هم، نو په افغانستان کې به خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي.

نوموړي د اګست پر ۲۹مه، له فاکس نیوز راډیو سره په مرکه کې وویل، په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر ۸،۶۰۰ ته ښکته کړي او تر هغې وروسته به بیا نور "تصمیم نیسي."

ده وویل: "موږ حضور خورا زیات کموو." خو په افغانستان کې به پوځي "حضور تل ساتو، هلته به پراخ استخباراتي حضور ولرو."

ټرمپ وايي په افغانستان کې به ۸،۶۰۰ سرتېري پاتې شي
ټرمپ وايي په افغانستان کې به ۸،۶۰۰ سرتېري پاتې شي

ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په دوحې کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو ته دوام ورکړی او سرچینو ویلي، دواړه خواوې د موافقې وروستي کولو ته نېږدې شوي.

هلته د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د اګست ۲۹مې شپې مهال مشال راډیو ته وویل، اوسنيو حالاتو ته په کتو، په هېواد کې د امریکايي سرتېرو موجودیت مهم دی.

د ده په خبره، په تېر شاوخوا یو کال کې چې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرې روانې دي، د افغانستان په امنیتي حالاتو کې خاص بدلون نه دی راغلی او "تر اوسه هم ګواښونه پر خپل ځای دي."

صدیقي زیاته کړه چې افغانستان او بهرني ځواکونه اړتیا لري چې "په ګډه د شته ګواښونو ضد مبارزه" وکړي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴،۰۰۰ سرتېري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان سرتېري روزي او ورته مشورې ورکوي.

طالبانو لا د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د دوحې په خبرو کې یې له افغانستانه په بشپړه توګه د بهرنیو سرتېرو پر وتلو ټینګار کړی.

تبصرې وګورئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

ګلالۍ اسماعیل، امريکا ته د رسېدو کيسه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:38 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG