د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې مشکوک سړي تښوونکي او وسله وال نیول شوي


چارواکي وايي، ځینې کسان په وسله والو ډلو کې فعاله ول
چارواکي وايي، ځینې کسان په وسله والو ډلو کې فعاله ول

خوست - چارواکي وايي، په خوست ولایت کې یې نهه مشکوک سړي تښتوونکي او وسله وال نیولي دي.

دوی د اګست پر ۲۹مه، ځینې پټمخي کسان خبریالانو ته وښوول او ورته یې وویل چې دا کسان یې د ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیولي.

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان چې د ملي اردو د "ښایسته لواء" قوماندان او د ولایت د ملي امنیت رییس هم ورسره ول، رسنیو ته وویل، چې د دې کسانو درې تنه د اختطاف یا سړي تښتونې، یو یې د یوه دیني عالم د وژنې د هڅې او دوه یې د وسله والو په لیکو کې د عملي فعالیت په تور نیولي.

د بلال په نوم یو ماشوم چې څه موده مخکې د تښتول شوی وو، او ملي امنیت ژغورلی وو، پلار یې خبریالانو ته وویل چې برتانیا کې اوسي او خوست ته د خپلوانو لیدو لپاره ورغلي ول چې زوی یې وتښتول شو.

چارواکو پټمخي کسان خبریالانو ته وښوول
چارواکو پټمخي کسان خبریالانو ته وښوول

ده افغان ځواکونه وستایل چې تر هڅو وروسته يې سړي تښتونکي دې ته مجبور کړل، چې بلال ورخوشي کړي.

د خوست د ملي امنیت منسوبین داسې مهال خپلې ځینې لاسته راوړنې رسنیو سره شریکوي، چې تر دې یوه ورځ مخکې پولیسو هم د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د المرې په سیمه کې دوه کسان د هدفي وژنو په تور نیولي ول.

همدارنګه د امنیه قوماندانۍ د چارواکو په وینا، چې په همدې ورځ د ګربزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۴۰ د توپونو مرمۍ يې له یو پټنځای څخه ترلاسه کړې، خو په تور يې څوک نه دي نیول شوي.

XS
SM
MD
LG