د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيند حکومت په کروندو کې د کارکوونکيو ښځو لپاره قانون جوړوي


د سيند صوبې د تهرپارکهر ښځې (ارشېف انځور)
د سيند صوبې د تهرپارکهر ښځې (ارشېف انځور)

د بشري حقونو څار نړېوالې اداری (هیومن رایټس واچ ) د پاکستان د سیند صوبې په کلیوالو سیمو کې د محنت کشو ښځو د حقونو په اړه د یو مجوزه قانون ستاینه کړی ده.

سازمان د اګست پر ۲۷ مه ویلي چې له دې سره به د ښځو د حقونو په خونديتوب کې مرسته وشي.

د سیند کابينې د اګست پر ۲۴ مه په کروندو کې د ښځينه کارکوونکيو د اېکټ منظوري ورکړه چې د بشري حقونو د سازمان په خبره ډېر ژره به د منظورۍ لپاره اسمبلۍ ته وړاندې شي.

په مجوزه قانون کې د ښځېنه کارمندانو سره د کار لپاره رسمي قرارداد لیکل، د حکومت له خوا مقرر شوی لږ تر لږه معاش یقیني کول، حکومتي قرضو ته لاس رسی او د مېندو لپاره د ماشوم زېږولو وروسته رخصت ورکول شامل دي.

د سیند په کلیوالو سیمو کې ډیرې ښځې په پټو کې کار کوي خو ورته د سړو کارګرانو برابر معاش نه ورکول کېږي.

سازمان زياتوي چې له قانون سازۍ سره به ددې بې انصافۍ مخه هم ونيول شي چې دا به یو ډېر مهم ګام وي.

په مجوزه قانون کې د ښځېنه کارمندانو سره د کار لپاره رسمي قرارداد لیکل، د حکومت له خوا مقرر شوی لږ تر لږه معاش یقیني کول، حکومتي قرضو ته لاس رسی او د مېندو لپاره د ماشوم زېږولو وروسته رخصت ورکول شامل دي.

د قانون تر مخه به دوی ته د خپلو حقونو د خونديتوب لپاره د یونین يا اتحاديې جوړولو اجازه هم ترلاسه شي.

په پاکستان کې ډیرو خلکو ژوند له د کرکروندې سره تړلي دی خو زياتره کارکوونکي په ځانګړې توګه ښځې د کار رسمي قرارداد نلري او اکثره ورته د کار په بدل کې لږ پیسې ورکول کېږي.

په ۲۰۱۸م کال کې د ملګرو ملتونو د ښځو د اداری د یوې سروې تر مخه په پاکستان کې په پټو کې په کارکوونکيو کې۶۷ فیصده ښځې دي چې پکې ۶۰ فیصدهته معاش نه ورکول کېږي.

مرکزي او نور صوبايي حکومتونه دې هم د سیند حکومت په شان قانون جوړ کړي.
هيومن رايټس واچ

دغه شان په کلیوالو سیمو کې د ښځو د زدهکړو شرح ۳۵ او په ښاري سیمو کې ۶۹ فیصده ده.

د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل یوه اعلامیه منظوره کړې وه چې پکې د کلیوالو سیمو په اقتصادي پرمختیا کې د ښځينه کرونده ګرو او مزدورانو د کردار وړتیا منل شوې وه.

هيومن رايټس واچ وايي چې د سیند حکومت دا اقدام د ستاینې وړ دی ځکه چې له دې سره به په کلیوالو سیمو کې محنت کشو ښځو ته وروړاندې چېلنجونه او د هغوي محنت ومنل شي.

سازمان په مرکزي او نورو صوبايي حکومتونو غږ کړی دی چې د سیند حکومت په شان قانون دې جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG