د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان حکومت مرکچيان له طالبانو سره خبرو ته تياری نیسي


د افغانستان سياسي مشرانو په ۲۰۱۹ کال د مې پر ۳۰ مه نېټه په ماسکو کې له طالب استاذيو سره ليدلي وو.
د افغانستان سياسي مشرانو په ۲۰۱۹ کال د مې پر ۳۰ مه نېټه په ماسکو کې له طالب استاذيو سره ليدلي وو.

له طالبانو سره د افغان حکومت مذاکراتي ډله د خبرو لپاره تياری نيسي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویاندې د اګست ۲۷ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د مذاکراتي پلاوي غړي له تېرو څو ورځو راهیسې په خپلو کې د همغږه کېدو په خاطر ناستې کوي.

تر اوسه ددې ۱۵ کسيزه پلاوي فهرست نه دی خپور شوی البته تردې وړاندې مشال راډیو ته د یو شمېر غړو نومونه رسېدلي و.

مشال راډیو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رئيس نادر نادري، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي او د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم سره د ټیلیفوني اړیکو پر اساس وموندله چې دغه کسان هم په دغه خپرونه کې ګډون لري.

افغان حکومت په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د نهم پړاو خبرو پایلې ته سترګې په لار دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري زیاتوي، هر کله چې په قطر کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې پای ته ورسېږي، افغان مرکچي پلاوی به له طالبانو سره وګوري.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین مشال راډیو ته ویلي و چې د نهم پړاو خبرو وروسته به طالبان له افغان مرکچي پلاوی سره د یو طرف په توګه وګوري، نه د افغان دولت په استازيتوب.

سهیل شاهین همدا شان په خپل یو تازه ټویټ کې لیکي چې تمه ده په نهم پړاو خبرو کې د سې شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ‌لیک وروستيو ټکيو ته حتمي بڼه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG