د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ: د پاکستان او هند ترمنځ منځګړيتوب ته تيار يو


ډونلډ ټرمپ او نرېدندر مودي د جي سېون سرمشرېزې پر مهال
ډونلډ ټرمپ او نرېدندر مودي د جي سېون سرمشرېزې پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، هند او پاکستان د کشمیر شخړه په خپلو کې حل کولی شي خو که دوی یې اړتیا ولري نو پکې منځګړتوب ته تیار دی.

د اګست پر ۲۶ مه نېټه په فرانس کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي سېون سرمشریزې په څنډه کې ولسمشر ټرمپ له هندي وزیراعظم نریندرا مودي سره په دې اړه خبرې اترې وکړې.

پر دې مهال مودي وویل چې حالات یې په کنټرول کې دي.

کشمیر د اسلام اباد او نوي ډیلي تر منځ دوه اړخیزه مسله ده.
نرېدنر مودي

د ټرمپ تر څنګ د وینا پر وخت مودي وویل چې کشمیر د اسلام اباد او نوي ډیلي تر منځ دوه اړخیزه مسله ده.

خو بل لور ته د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ويلي، د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې پر خلکو د هندي حکومت لخوا د روانو ظلمونو په اړه به نړیوال خبروي.

نوموړي د اګست پر ۲۶ مه نېټه په یوه ټیلیويژني وینا کې وویل که نړیوال هر څومره دا مسله له پامه غورځوي خو د پاکستان حکومت او ولس به پر هر دريځ د کشمیریانو لپاره غږ پورته کوي.

که نړیوال هر څومره دا مسله له پامه غورځوي خو د پاکستان حکومت او ولس به پر هر دريځ د کشمیریانو لپاره غږ پورته کوي.
عمران خان

د عمران خان په وینا د کشمیر د ځانګړي اییني حثیت ختمول د وزیراعظم نریندرا مودي د حکومت لویه تېروتنه ده. نرېندر مودي ويلي، د هند د ايين ۳۷۰مې دفعې په ختمولو سره به کشمیر او کشمیریان پرمختګ وکړي.

د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زياته شوې چې د اګست پر پنځمه هند تر خپل واک لاندې کشمیر نيمه خپلواک ځانګړی حيثیت ختم کړ.

هند له اوږدې مودې راهیسې د کشمیر شخړې د هواري لپاره له بهرني منځګړتوب څخه انکار کوي خو پاکستان په دې مسله کې له نړیوالو مرسته غواړي.

XS
SM
MD
LG