د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان بس: د افغانستان لپاره انتخابات او سوله دواړه مهم دي


د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس

کابل ـ د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جان بس ویلي چې انتخابات او سوله دواړه مهم دي، خو امریکا ته په افغانستان کې سوله تر هر څه لومړیتوب لري ځکه سوله د افغانستان خلکو ته تر هر څه لومړیتوب لري.

جان بس دا خبرې د اګست په څلورویشتمه په بلخ کې کړې دي. نوموړي هلته خبریالانو ته وویل چې هره ورځ له افغانانو سره خبرې کوي او له هغوی اوري چې سوله غواړي.

جان بس ویلی:

" موږ سخته هڅه کوو چې د افغانانو لپاره دا موقع پیدا کړو چې سره کينې او اختلافونه حل کړي او د سولې داسې پایداره موافقه وکړي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي، خو که داسې وو چې د سولې د جوړجاړي لپاره کافي پرمختګ نه و شوی، موږ د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره هم د هڅو ملاتړ کوو."

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د سېپټمبر په اته ویشتمه پلان شوې دي.

جان بس په بلخ کې د هغه ولایت له والي اسحق رهګذر سرهکتلي دي.

د بلخ والي ویلي چې د انتخاباتو د وخت له را نږدې کېدو سره وسله والو طالبانو حملو ته شدت ورکړی دی.

د بلخ والي اسحاق رهګذر
د بلخ والي اسحاق رهګذر

جان بس ویلي چې امریکايي ځواکونه به تر هغه وخته چې ټول امنیتي ګواښونه له منځه ولاړ شي، له افغانستانه ونه وځي.

نړیوالې خبري رسنۍ په واشنګټن کې د سرچینو په حواله وایي، امریکا هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې تړون د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې وشي.

د رپوټونو په حواله، تر هغه وروسته به د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیلېږي.

طالبانو تر اوسه نه ده منلې چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې کوي. خو ویلي یې دي چې له داسې پلاوي سره به چې د افغانستان د ټولنې استازیتوب کوي، خبرې وکړي.

په دوحه کې موجود د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ایوب خاورین وايي، دواړه خواوې له کابله د خبرو لپاره د مذاکره کوونکي پلاوي د اعلان په تمه دي.

خاورین وویل، حتی داسې ویل کېږي چې د سولې د موافقې اعلان هم ښايي د کابل د پلاوي اعلان ته وځنډول شي.

په دوحه کې پرون( د اګست ۲۴مه) د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د حکومت د استازو او د طالبانو د سیاسي دفتر مذاکرې تر ماسپښین وروسته پېل شوې.

په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

په دوحه کې یوې امریکايي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د اګست پر ۲۴مه، پردې چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر څرنګه کمولی شي؟ پرېکنده بحثونه شوي دي.

په دوحه کې سرچینې وايي چې هر ډول موافقه به چې نهايي شي، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو، چین، روسیې او د ملګرو ملتونو د سازمان د استازو په حضور کې اعلانېږي.

خو د موافقې د اعلان ځای نه دی دقیق شوی.

په دوحه کې د امریکا غږ خبریال ته سرچینو ویلي چې زلمی خلیلزاد له دوحې کابل ته روان دی.

د امریکا غږ خبریال ته سرچینو دا هم ویلي چې ښايي د سولې موافقه په دوحه کې اعلان نه شي او ښایي د دې لپاره کابل، واشنګټن یا اوسلو غوره شي.

XS
SM
MD
LG