د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم د بې نومو جایدادونو په اړه د پلټنو امر کړی


وزیراعظم عمران خان

اسلام اباد ـ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۲۳مه د ټول هېواد ډېپټي یا مرستیالو کمېشنرانو د او د ترقیاتي ادارو چارواکو ته امر کړی چې د بې نومو جایدادونو په هکله دې ورته راپور وړاندې کړي.

د وزیراعظم له دفتره ټولو صوبايي چارواکو (چیف سیکرټریانو) ته په استول شوي لیک کې ویل شوي چې په یوه میاشت کې دننه دې په خپلو سیمو کې د موجودو بې نومو او مشکوکو جایدادونو راپور وړاندې کړي.

په لیک کې سپارښتنه شوېده چې ټول صوبايي افسران به خپل راپور فېډرل بورډ اف روینیو (د محصولاتو فېډرالي بورډ) ته وړاندې کوي او د راپور یوه کاپي به د پاکستان وزیراعظم ته هم سپاري.

په لیک کې همدا رنګه ویل شوي چې له ټاکلې نېټې وروسته که بې نومه او مشکوکه جایدادونه وموندل شول نو د اړوندو چارواکو خلاف به قانوني کارروايي کېږي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان تر دې وړاندې د ۲۰۱۹ کال په جون میاشت کې ویلي وو کوم تن چې مشکوک او بې نومه جایدادونه په ګوته کړي، ورته به لس فیصده کمېشن هم ورکول کېږي.

د اسلام اباد د قايداعظم پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر انورشاه وايي، د حکومت دا ګام د درغلیو مخنیوي کې مهم رول لوبولی شي.

نوموړی وايي، د حکومت دا ګام د رشوت او په هغو پیسو د بې نومو جایدادونو د اخېستو مخه نیولی شي.

هغه زیاتوي، په بینکونو کې وار له مخې سختي شروع شوېده او په کورونو کې څوک له وېرې پیسې نه شي ساتلی نو کېدی شي د وزیراعظم لخوا اخېستل شوي نوي ګامونه به د درغلیو مخه ونیسي.

حکومت د روان کال د مې په څلورمه نېټه ویلي وو، د سرکاري مامورینو نه پرته ټول پاکستاني وګړي کولی شي د څلور فیصده ټېکس په ورکولو سره خپلې تورې پیسې سپینې کړي.

د جولای پر درېیمه د ياد سکيم د مودې له ختميدو وروسته حکومت په ملک کې د بې نومو جايدادونو لرونکيو پرضد کاروايانې پيل کړې.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG