د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قندیل بلوڅ وژنې په قضیه کې د هغې د وروڼو د بښنې درخواست رد شو


قندیل بلوڅ په ۲۰۱۶ز کې وژل شوې وه
قندیل بلوڅ په ۲۰۱۶ز کې وژل شوې وه

اسلام اباد - په پاکستان کې یوه عدالت د ماډلې او اداکارې قندیل بلوڅ د وژنې په مقدمې کې د دوو وروڼو د بښنې درخواست رد کړی دی.

دا غوښتنلیک د نوموړې پلار او د مقدمې مدعي محمد عظیم په عدالت کې داخل کړی وو خو د پنجاب صوبې په ملتان کې قاضي عمران شفېع د اګست پر ۲۲مه، په اورېدنه کې وویل په ناموسي وژنو کې د بښنې غوښتنه نشي منلای او اورېدنه یې د اګست تر ۲۴مې وځنډوله.

قاضي له محمد عظیمه پوښتنه وکړه چې ایا له خپلو دوو زامنو پرته د بلوڅ په وژنه کې نور ککړ ملزمان هم بښي او که نه؟

عظیم په ځواب کې ورته وویل چې نور کسان نه، خو یوازې خپل زامن بښي.

قندیل بلوڅ چې درې کاله مخکې ووژل شوه نو پلار یې ویلي ول چې تورن کسان به هېڅکله و نه بښي.

د نوموړې په وژنه د هغې دوه وروڼه محمد وسیم، اسلم شاهین، د هغې یو خپلوان حق نواز، مفتي عبدالقوي او عبدالباسط تورن شوي دي.

پولیسو مفتي عبدالقوي هم د قندیل بلوڅ په وژنه کې ککړ بللی
پولیسو مفتي عبدالقوي هم د قندیل بلوڅ په وژنه کې ککړ بللی

پولیس وايي، په وژنه کې د هغې یو بل ورور محمد عارف هم ککړ دی چې تر اوسه نه دی نیول شوی.

د بلوڅ وژنې په پاکستان او نړیوال کچ غبرګونونه وپارول او د ۲۰۱۶ز کال په اکتوبر کې حکومت د ناموسي وژنو په قانون کې بدلون وکړ چې ورسره سم، که د فریقینو کورنۍ راضي نامه هم وکړي، د وژنې په تور نیولي کسان نشي بښل کېدای.

د قندیل بلوڅ اصلي نوم فوزیه عظیم وو او پر ټولنیزو رسنیو د خپلو ویډیوګانو او انځورونو لپاره پېژندل کېده.

هغې اکثر د ټولنیزو دودونو برعکس څرګندونې کولې چې له کبله یې نه یوازې ګڼ مینه وال لرل بلکې په مخالفت کې یې هم اوازونه پورته کېدل.

د پولیسو په وینا د بلوڅ وروڼو ویلي، د خور په ویډیوګانو شرمېدل نو ځکه یې ووژله.

د اګست پر ۲۲مه، سرکاري وکیل عدالتي اورېدنې ته وویل اوس چې قضیه پای ته نېږدې شوې، نو د قندیل بلوڅ د پلار درخواست پر ښه نیت نه دی ولاړ.

قاضي د هغه تر دلیلونو اورېدو وروسته د بلوڅ د پلار غوښتنلیک رد کړ او د اګست پر ۲۴مه یې نورو شاهدانو ته عدالت ته د ورتګ امر وکړ.

XS
SM
MD
LG