د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۰مه کلیزه ولمانځل شوه


چارواکو د غازي امان الله خان پر مزار د ګلانو ګېډۍ کښېښودې
چارواکو د غازي امان الله خان پر مزار د ګلانو ګېډۍ کښېښودې

جلال اباد - د اګست پر ۱۹مه، په جلال اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۰مه کليزه په سرکاري توګه پر داسې مهال ولمانځل شوه چې په ښار کې یو شمېر بمي چاودنو لسګونه کسان ټپیان کړل.

د ننګرهار ملکي او نظامي چارواکي د خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان مزار ته ورغلل او د ګلونو ګېډې يې پرې کېښودې.

سره له دې چې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت له تېرو درو مياشتو راهيسې په ننګرهار کې بېلابېلې کلتوري او ټولنېزې غونډې شوې وې، خو د اګست ۱۹مه نېټه چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو له ۱۰۰مې کلیزې سره برابره وه، سهار اته بجې په رسمي ډول ولمانځل شوه.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د غازي امان الله پر مزار د ګلونو ګېډۍ ايښودو پر مهال وویل، د وسله والو پر وېرې خپرولو سربېره یې ولسونه پر ضد درېږي: "که تروریستي ډلې هر څومره کوښښ وکړي چې زموږ مسیر ته تغیر ورکړي، که هر څومره وهم او وېره خپره کړي، خو الحمد لله زموږ ولسونه اوس رابیداره شوي دي. زموږ ملي او امنیتي ځواکونه بیداره دي، ولس به خپلې ورځې لمانځي، د خپل ځان په خاطر، د خپل ولس په خاطر او د خپل راتلونکي نسلونو په خاطر به د خپل حکومت دفاع کوي."

په جلال اباد کې د غازي امان الله خان مزار
په جلال اباد کې د غازي امان الله خان مزار

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صمیم وویل، د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کلېزې په مناسبت يې لسګونه پروګرامونه پلان کړي ول چې د ورځې په اوږدو کې به پای ته ورسېږي: "دا کلیزه د نورو کلونو په نسبت په ډېرو شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه. سږکال موږ د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کلېزې په مناسبت ۴۸ برنامې لرلې او د ورځې په اوږدو کې به برنامې پای ته ورسېږي. له دې برنامو سره ملت ته د هیواد پالنې، مليتوب او یووالي یو لوي پېغام انتقال شو."

غازي امان الله خان د ۱۹۱۹ز کال د اګست پر ۱۹مه له برتانیې څخه افغانستان ازاد او خپلواک کړ او خپل سلطنت په کابو ۱۰ کلونو کې يې د پرمختګ دروازې پرانیستې.

خو کله چې يې پر وړاندې مخالفتونه پیدا شول، ايټالیا ته ولاړ، هملته ومړ او د هغه له وصیت سره سم يې مړی جلال اباد ته وروړل شو او د خپل پلار امیر حبیب الله خان د مزار تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG