د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې یو شمېر چاودنې، ۶۵ کسان ژوبل


جلال اباد - د ننګرهار چارواکي وايي، د اګست پر ۱۹مه، د جلال اباد په بېلا بېلو سیمو او چمتله کې یو شمېر بمي چاودنې شوې دي چې پکې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶۵ کسان ژوبل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ژوبل کسان د جلال اباد او خوږیاڼیو بېلا بېلو روغتونونو ته وروړل شوي چې پکې زیاتره یې تر درملنې وروسته رخصت شوي.

خوږیاڼی زیاتوي چې په ژوبلو کې یې د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل وايي، لومړۍ چاودنه سهار شاوخوا اته بجې له پښتونستان واټ سره نېږدې د کهنه فروشۍ په کوڅه کې شوې چې پکې ۱۴ کسان ژوبل شول.

د ده په وینا، وروسته له عیدګاه جومات سره په چاودنه کې اته کسان، د لغمان اډې په چاودنه کې ۱۹، په تالاشۍ چوک کې یو، او ماسپښين درې بجې د فواید عامې له ریاست سره په چاودنه کې ۱۱ کسان ژوبل شوي دي.

د چاودنو ذمه واري چا نه ده منلې.

دا چاودنې پر داسې وخت شوې دي چې خلک د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۰مې کلیزې لمانځلو لپاره ښار ته ورغلي او له دوو اوونیو راهیسې په ننګرهار کې سخت امنیتي اقدامات اخیستل شوي ول.

د جلال اباد تر چاودونو دوه ورځې مخکې د اګست ۱۷مې پر ماخوستن په کابل کې د واده په تالار کې په برید کې لږ تر لږه ۶۳ کسان ووژل او ۱۸۲ ژوبل شول.

اسلامي دولت ډلې د هغې حملې ذمه واري ومنله.

د اګست پر ۱۹مه، افغان ولسمشر اشرف غني د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په وینا کې ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت ډلې ځالې ختموي او پر ضد به یې جګړې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG