د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: د وسله والو "ځالې د ډېورنډ کرښې هاغه خواته دي"


غني د اګست پر ۱۷مه د کابل واده پر تالار برید ته په اشاره خبرې وکړې
غني د اګست پر ۱۷مه د کابل واده پر تالار برید ته په اشاره خبرې وکړې

کابل - افغان ولسمشر اشرف غني تور پورې کړی دی چې وسله والې ډلې د ډېورنډ کرښې هغې خوا ته دي چې پر افغانستان بریدونه کوي.

نوموړي د اګست پر ۱۹مه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت په وینا کې وویل، هېواد یې "د بشریت دښمنانو" پر ضد جنګېږي نو نړۍ ته سپینوي چې افغانان یوازې د خپلواکۍ لپاره نه بلکې د "ټول بشریت د بقا" دفاع کوي.

غني په خپلو خبرو کې نوم وانخیست خو په اشاره یې وویل چې په "تېرو کلونو کې د طالبانو او د مختلفو تروریستي ډلو اکثریت مشران د ډېورنډ کرښې په شرقي او جنوبي څنډو کې وژل شوي دي."

ده وویل، دا هر څه یې "ادعا ثابتوي چې د جنګ منشا او ځالې د ډېورنډ کرښې هاغه خواته دي."

غني د خپلواکې ورځې په مناسب په وینا کې زیاتې خبرې د اګست پر ۱۷مه د کابل واده پر تالار برید ته په اشاره وکړې.

د واده په تالار کې په ځانمرګي برید کې ۶۳ کسان ووژل او ۱۸۲ ژوبل شول.

طالبانو د هغې حملې غندنه وکړه او اسلامي دولت ډلې یې ذمه واري ومنله.

غني ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت ډلې ټولې ځالې ختموي او پر ضد به یې جګړې ته دوام ورکوي:

"موږ به د هېواد د بېګناه وګړو د وینو د هر څاڅکي غچ اخلو."

د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د ولسمشر غني وینا

اشرف غني تر دې مخکې د اګست پر ۱۸مه،په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین له ځانګړي استازي ډېنګ شېجون سره د لیدو پر وخت پر اسلام اباد تور پورې کړ چې لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي او د سولې په بهیر کې یې جدي همکاري نه ده کړې.

د اتوار پر ماښام، د ولسمشر دفتر پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې که طالبان د پاکستان ملاتړ و نه لري، دوام نشي کولای.

پر ټوېتر د ولسمشر دفتر بیان

​پاکستان د افغان ولسمشر د تازه څرګندونو په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې وسله والو ته د پټنځایونو ورکولو او د هغوی د ملاتړ تورونه رد کړي.

اسلام اباد په بیا بیا ویلي دي چې خپله ترهګرۍ ځپلی او د افغانستان سوله او ثبات یې په ګټه دي نو ځکه یې په ترځ کې همکاریو ته دوام ورکوي.

د ارګ بیان زیاتوي، د چین ځانګړي استازي شېجون په خبرو کې هیله وښوده چې طالبان به له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې او اوربند وکړي.

طالبان وايي، له امریکايي چارواکو سره د موافقې تر لاسلیکولو وروسته له افغان حکومت سره خبرې پیلوي.

XS
SM
MD
LG