د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د خپلواکۍ جشن لمانځلو ته چمتووالی نیول شوی


ننګرهار کې د خپلواکۍ لمانځلو لپاره چمتووالی
ننګرهار کې د خپلواکۍ لمانځلو لپاره چمتووالی

په جلال اباد ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو په مناسبت د تېرو څو ورځو راهيسې په دولتي او ولسي کچه چمتووالی روان دی.

په ښار کې قرطاسیه پلورونکو د ملي بیرغونو تر څنګ ډول ډول ملي نښانونه، بیچونه پلور ته وړاندې شوي او ځوانان يې په ډېرې علاقمندۍ سره پيري او خپله وطني مینه خړوبوي.


که یوه لور ته سږني لوی اختر د امن په فضا کې تېر شو، ورسره جوخت د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې لمانځلو ته هم په دولتي او ولسي کچه چمتوالی روان دی.

خلک په جلال اباد ښار کې قرطاسیه پلورونکي ته ورځي او خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت بیرغونه، بیجونه، ملي نښانونه، د ملي بیرغ له رنګونو جوړې خولۍ او واسکټونه پیروي او خپله وطني او ملي تنده پرې خړوبوي.


په جلال اباد مخابراتو څلور لارې کې د روح الله په نوم يو تن چې په خپله قرطاسیه کې يې بېلابېل سایز بیرغونه، د ملي بیرغ له رنګونو جوړ واسکټونه او ډول ډول ملي نښانونه او لوګو پيرلو ته ايښي، وايي:

"د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه ده. په دې مناسبت موږ موږ ډېر زیات بیرغونه راوړي دي. خلک يې په دېره مینه اخلي، د سينه د پاسه له بېرغ نه جوړ ګلان لګوي. بیجونه دي، ښکلي ښکلي لاسبندونه مو راوړي دي. ښایسته ښایسته خولۍ او واسکټونه مو جوړ کړي دي. خلک يې په ډېر شوق سره اخلي. زموږ بازار هم ورسره ښه شوی دی."

یو تن ځوان چې د ملي بیرغ له رنګونو جوړه جولۍ او واسکټ يې په تن کې خپل ملي احساس څه دا رنګه اظهاروي.

"فیروز کامه وال یم، سلمې کلیزې ته مو ډېر تیاری کړی دی. ځانته مې د ملي بیرغ له رنګونو جوړ واسکټ کړی، خولۍ مې اخیستې، لاس بند مې له محبس نه راوړی دی. بیج مې لګولی دی، بیا خوشاله په دې يوو چې د سولې خبرې روانې دي، امن به راځي. موږ چې پیدا شوي یوو، همدا جنګ او جنګ دی. خدای مهربانه دی، کیدای شي دې سلمې کلیزې سره د سولې خبرې هم ښې راشي، خوشاله په دې یوو چې په ټول کال کې یو ورځ د جشن ده، په کار ده چې ټول افغانان يې په ښه شان سره ولمانخي."


او یو بل تن وايي، د هر چا په تن چې د ملي بيرغ نه جوړ لباسونه ویني، دی ترې خوند اخلي.

"علا محمد حسنزی یم، هر لور ته که وګورو، په ملي بیرغ مې سترګې لګي، ځوانانو ته ځانونه ته جامې جوړې کړي، له ځوانانو سره هغه پونګاني چې د خوښۍ اوازونه ترې راووځي، د ملي بيرغ له رنګونو جوړ دي، هر څوک د خوشالۍ احساس کوي."

د ذکر وړ ده چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري اته ویشتمه چې د اګست له نولسمې نېټې سره برابره ده، د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې سره برابره ده چې په همدې مناسبت د ننګرهار ولایتي ادارې د شاهي ماڼۍ، سراج العمارت، د بیارغونې تر څنګ د شاه امان الله غازي د مقبرې په اساسي او نوې بڼه د جوړېدو چارې بشپړې شوي چې د زمري په اته ویشتمه به پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG