د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ به نن د افغان سولې پر پلان غور کوي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ټاکل شوې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به نن اګست پر ۱۶مه له خپلو جګپوړو سلاکارانو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر هغه پلان غور وکړي چې له مخې یې ښايي په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېږي.

د امریکا «سي اېن اېن» ټلوېزیون د یوشمېر باخبرو سرچینو له خولې ویلي د دې د اجندا اصلي مسایل افغانستان او هغه پلان دی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له څو میاشتو راهیسې پرې کار کړی او له طالبانو سره‌یې اته ځلې پرې خبرې کړې.

دغو سرچینو ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د ممکنه جوړجاړي پر بیناد به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل پیلېږي او له طالبانو به دا ډاد اخیستل کېږي چې د افغانستان له خاورې به پر نورو د ترهګرۍ بریدونه نه‌کېږي.

خلیلزاد د تېرې دوشنبې په ورځ د قطر خبرې پای ته ورسولې او په چارشنبه واشنګټن ته ستون شو چې سلا مشوره وکړي.

طالبانو هم ویلي چې د اتم پړاو خبرو پر نتیجو له خپلو مشرانو سره سلا مشوره کوي.

ارشیف، زلمی خلیل‌زاد او ورسره امریکايي پلاوی په قطر کې له طالب استازو سره د سولې د خبرو پر مهال
ارشیف، زلمی خلیل‌زاد او ورسره امریکايي پلاوی په قطر کې له طالب استازو سره د سولې د خبرو پر مهال

بلخوا د افغانستان حکومت وايي، امریکا په دغه هېواد کې د سولې پر روانو هڅو سربېره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیکوي، چې یو یې له افغان حکومت او بل له طالبانو سره دي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي په پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د احتمالي هوکړه‌لیک بڼه هم ترلاسه کړې ده.

د نوموړي په وینا، دواړه هوکړه‌لیکونه په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازیو د اتو پړاو خبرو پر څلورو اساسي موضوعاتو راڅرخي.

XS
SM
MD
LG