د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کشمير اواز اوچتولو استازی یم: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، په نړۍ کې د کشمير په اړه د اواز پورته کولو ذمه واري پر غاړه اخلي.

عمران خان د پاکستان تر واک لاندې کشمير قانون ساز اسمبلۍ ته د اګست پر۱۴مه په وينا کې وويل چې د هند تر واک لاندې کشمیر ځانګړې ایيني حیثیت ختمولو پرېکړې، داوه نړيواله مسله جوړه کړه.

"اوس د نړۍ نظر په کشمير دې. دا اوس پاکستان پورې اړه لري چې د کشمير معامله په نړۍ کې نور څرنګه راپورته کړي. زه نن د دې ايوان مخامخ ذمه واري اخلمه چې زه به د کشمير اواز پورته کولو استازی جوړېږم."

عمران خان چې د پاکستان ازادۍ ۷۳م کالیزه له کشمیریانو سره د یو والي په توګه لمانځلو لپاره مظفراباد ته تللی، په خپله وینا کې یې زیاته کړه چې د هند حکومت لخوا د کشمير اییني حیثيت ختمولو پرېکړه یوه لويه سټراتيجکه تېروتنه ده او دا به ورته ګرانه پرېوزي.

دا تر هغې وروسته ده چې د هند پارلېمان د اګست پر پنځمه د ایین په ۳۷۰مه ماده کې له بدلون سره د جمو او کشمیر نیمه خودمختاره ځانګړی اییني حیثیت ختم کړ.

هند وايي، د کشمیر مسله د دوی کورنۍ موضوع ده او په دې کې د چا منځګړتوب نه مني.

XS
SM
MD
LG