د کراچۍ په ګډون د سیند صوبې په بېلا بېلو سیمو کې د پشکال بارانونو او سیلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي او ۴۶ نور یې ټپیان کړي دي.
په دغو کې یوازې روانه میاشت په کراچۍ ښار کې ۲۴ تنه د بجلۍ کرنټ لګېدو په پېښو کې وژل شوي دي.
په کراچۍ کې د ډیوه راډیو خبریال وايي، د سیند په نورو برخو کې بیا درې کسان د کورونو چتونو د راپریوتو په پېښو کې وژل شوي او تر ۴۰و زیات ژوبل شوي دي.
د ښار په یو شمېر سیمو کې لا هم ځای پر ځای باراني اوبه ډنډ ولاړې دې او په ځینو سیمو کې د اګست پر ۱۴مه په څلورمه ورځ هم بجلي نه وه.
وزیر اعظم عمران خان د اګست پر ۱۲مه په خپله ټویټر پاڼه کښلي چې وفاقي حکومت به د کراچۍ د ستونزو هوارو لپاره یو جامع پېکېج اعلانوي.
په عین حال کې د پاکستان موسمیاتو ادارې امکان ښودلې چې د اګست پر ۱۴مه به د هند له راجستانه د بارانونو یوه نوې لړۍ سیند صوبې ته داخلېږي.