د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د کشمیر په باب لویه تېروتنه کړې: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په کشمیر کې اسمبلۍ ته وینا کوي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۴م اګست
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په کشمیر کې اسمبلۍ ته وینا کوي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۴م اګست

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ویلي دي د هند حکومت د کشمير ځانګړې حیثيت ختمولو لوجې يوه لویه سټراتيجيکي غلطي وکړه چې په راتلونکې کې به یې ډيرې خرابې نتيجې راووزي.

د اګست پر ۱۴مه د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په مظفراباد کې قانون ساز اسمبلۍ ته خپلې وينا کې عمران خان وويل د کشمير مسله به د نړۍ په هر فورم راپورته کوي او د ملګرو ملتونو په راروانه مياشت کې کېدونکې غونډه کې به نړۍ دا وګوري چې په څومره زيات شمير کې خلک به د کشمير مسلې په هکله احتجاج کوي.

د نوموړي وينا وه هند د نړۍ پام تر خپل انتظام لاندې کشمير نه لرېکولو لپاره يو پلان جوړ کړی او دوی د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير به حمله کوي خو نريندر مودي ته ويل غواړم چې پاکستان د هر قسمه جوابي کاروايۍ لپاره تيار دی.

د نوموړي وینا وه : (زه نړيوالې ټولنې ته دا ويل غواړم که د دواړو ملکونو ترمينځ جنګ شورو شو نو ذمه وار به يې له تاسو سره سره هغه ادارې وي چې کار يې جنګونه ودرول دي. زه ملګرو ملتونو ته هم دا پيغام ورکوم چې د نړۍ يو ارب پنځويشت کروړه مسلمانانو سترګې ستاسو طرف ته دي او ټول دا وايي چې ملګرو ملتونو خو کشميريانو ته دا حق ورکړی وو چې د رېفرنډم له لارې به دوی د خپل راتلونکې فیصله کوي.)

۱۴م اګست له کشمیریانو سره د پیوستون ورځ

د وزيراعظم تر وينا وړاندې د اسلام اباد په جناح کنونشن سنټر کې د پاکستان درې اويايمې ازادۍ ورځې په مناسبت سره د جنډې پورته کولو مرکزي دستوره وشوه چې ورته د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي وويل کشميرنه متعلق هند نه صرف د ټولو نړيوالو قراردادونو بلکه د شملې معاهدې د ټولو شقونو نه هم سرغړونه کړي ده او هند دې دا نه هيروي چې د کشمير مسلې درې فريقه دي او کشميريان خپل د راتلونکي فيصله کولو پورا حق لري.

پاکستان د ازادۍ ورځ لمانځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:53 0:00

د نوموړي وينا وه د پاکستان ولس له کشميريانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او پاکستان حکومت د هند دا ګام نه صرف په کلکه غندلی دی بلکې له ياد ملک سره يې خپلې سفارتي اړيکې راکمې کړي، تجارت يې ورسره ځنډولی او دوه اړخيزه اړيکو له نوې سره جايزه اخستلو سره سره دا معامله يې د ملګروملتونو سلامتي کونسل ته د وړلو فیصله کړې ده. د دې ترڅنګ د پارليمان په ګډې غونډه کې هم د هند يوطرفه ګامونه په سختو ټکو کې وغندل شول. جمو او کشمير د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل په ايجنډا کې په نړيوال کچ تسليم شوې شخړه ده نو هند غېرقانوني ګامونه په پورته کولو سره د يادو سيمو اييني حیثيت نشي بدلولی.

نوی دلی په کشمير کې بدلونونه خپله کورنۍ موضوع بولي او د بهرنيو چارو وزارت وياند رویش کمار یې د اګست پر نهمه خبري غونډې ته په وينا کې وويل هيچا ته به په خپلو کورنيو معاملو کې د مداخلې اجازه ور نه کړي او پاکستان دې د کشمير د ځانګړي حیثيت ختمولو په اړه د هند د پرېکړې حقيقت ومني او د دوی په کورنيو چارو کې له لاسوهنې دې ډډه وکړي.​

د ذکر ده چې د هند کورنيو چارو وزير اميت شاه د اګست پر پنځمه د اپوزيشن احتجاج سربېره د کشمير ځانګړي اييني حيثيت ختمېدو اعلان وکړ او و یې ويل چې اوس به جمو و کشمير او لداخ د مرکز ترانتظام لاندې دوې سيمې وي.

د ايين ارټيکل ۳۷۰م د ختمولو په نتيجه کې د جمو او کشمير ولس ته حاصل هغه ټول خصوصي حقونه هم ختم شول کوم چې ورته د دې شق ترلاندې حاصل ول.

د پاکستانۍ جنډۍ اوچتولو مرکزي دستوره کې د سېنټ چېرمېن صادق سنجراني د پارلمان سپيکر اسد قېصر او وفاقي وزيرانو نه علاوه پوځي مشرانو او غېر ملکي سفيرانو هم ګډون وکړو.

د ۱۴اګست په مناسبت سره دکشميريانو سره يووالي لپاره به وزيراعظم عمران خان نن د پاکستان ترانتظام لاندې کشمير مظفراباد ته ځي او نوموړې به د پاکستاني کشمير قانون ساز اسمبلۍ ته وينا هم کوي.

د دې ترڅنګ د وزيراعظم په وينا نن د راولپنډۍ صدر نه تر د اسلام اباد ډي چوک پورې د يوې رېلۍ تابيا هم شويده چې ورته به د تحريک انصاف مشرولي وينا کوي.

بلخوا په پيښور، لاهور، کراچۍ او کوټه کې هم د خپلواکۍ ورځې په مناسبت سره د بېرغ پورته کولو دستورې وشوې چې پکې د صوبو اعلې وزيرانو نه علاوه صوبايي وزيرانو او پوځي چارواکو هم ګډون وکړو.

د ذکر ده چې نن په څوارلسم اګست د ورځې پېل په اسلام اباد کې د ېوديرش (۳۱) او په صوبايي سرښارونو کې د ېوويشت، ېويشت توپونو د سلامۍ نه وکړې شوه.

د خپلواکۍ ورځې په مناسبت سره په ملک کې د امنيت وضعه ښه ساتلو لپاره حفاظتي انتظامات کړې شوي او په اسلام اباد کې د پوليسو ترڅنګ رېنجرز هم ګومارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG