د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې اختر د سولې په فضا کې نمانځل کېږي


ښاریان خوشاله دي چې پرته له کومې امنیتي پېښې په ننګرهار کې د اختر لمونځ ادا شو.
ښاریان خوشاله دي چې پرته له کومې امنیتي پېښې په ننګرهار کې د اختر لمونځ ادا شو.

جلال اباد ـ د یو شمېر نورو ملکونو په څېر په افغانستان کې هم د اګست پر ۱۱مه د اختر لومړۍ ورځ ونمانځل شوه. په ننګرهار کې د اختر په مناسبت کلک امنیتي تدابيرنیول شوي وو.

که یوه لور ته افغان امنیتي ځواکونو جلال اباد ښار ته داخلېدونکي ټولې لارې د امنیتي کمربند لاندې راوستې وې، لومړی درجه احضارات يې اعلان کړي وو، نو بل لور ته په ټولو ولسواليو کې د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره کلک امنیتي تدابير نیول شوي ول.

خلکو د سولې لپاره دعاګانې وکړې.
خلکو د سولې لپاره دعاګانې وکړې.

د جلال اباد ښار په ګډون په ټولو ولسواليو کې د کلکو امنیتي تدابيرو تر سيوري لاندې د اختر لمونځ پرته له کومې امنیتي ستونزې ادا شول، خلکو یو بل ته د اختر مبارکیانې ورکړې او قرباني یې ورکړه.

د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته هم د اختر د لمانځه د ادا کولو په نیت پر ولایتي چارواکو سربېره ګڼ قومي مشران، مدني فعالان او ځوانان ورغلي ول او د اختر لمونځ يې ادا کړ.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په شاهي ماڼۍ کې د خلکو سره د اختر لمونځ اداکړ.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په شاهي ماڼۍ کې د خلکو سره د اختر لمونځ اداکړ.

د اختر تر لمانځه وروسته د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د رسينو استازو ته وویل:

" د اختر خوشالي زموږه شريکه خوشالي ده. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو په جلال اباد او د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې کلک امنیتي تدابير نیولي، تر څو زموږ هيوادوال په ارامه فضا کې اختر تېر کړي."

د جلال اباد ښار اوسېدونکي خوشاله ول چې پرته له کومې امنیتي پېښې په ننګرهار کې د اختر لمونځ ادا شو.

د ننګرهار چارواکي وايي، له اختر نه يوه اوونۍ وړاندې يې لومړی درجه احضارات اعلان کړي وو چې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلېزې تر نمانځلو پورې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG