د لاسرسي ځای

تازه خبر

مهمو شخصیتونو د اختر پیغامونو کې د سولې هیله ښودلې


په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس
په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس

کابل ـ په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس د لوی اختر په مناسبت په پيغام کې د سولې د ټينګښت په اړه هیله څرګنده کړې ده.

جان بس په دې تصویري پیغام کې چې د اګست په ۱۰مه پر ټوېټر خپور شوی، ویلي: تر اوږده بحرانه وروسته په افغانستان کې د داسې جوړجاړي پر لور رښتینی پرمختګ لیدل کېږي چې د سولې د ټینګښت سبب کېدلای شي.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي ماموریت سرپرستې هولي هولزر هم د سولې د ټینګښت په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده.

هغې هم د اختر په مناسبت په ویډیويي پیغام کې ویلي: هیله لرم چې سږکال به اختر د ټول افغانانو لپاره د سوکاله او سوله ییزې راتلونکې پیل وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو هم د لوي اختر په پيغام کې د جګړې په ټولو خواوو غږ کړی چې تشدد دې پرېږدي او له زغمه دې کار واخلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماماتو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماماتو

هغه د اګست په ۱۰مه په یوه بیان کې ویلي چې ملګري ملتونه د ثبات او سولې لپاره د افغانانو د هڅو ملاتړ کوي.

د وسله والو طالبانو یوه مشر ملا هبت الله خندزاده د اګست په اتمه د لوي اختر په مناسبت په پیغام کې پر خپلو وسله والو غږ وکړ چې د لوی اختر په ورځو کې د مسلمان ولس خوشالۍ او خوندیتوب ته پام وکړي.

خو په ځواب کې یې د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي یو پیغام خپور کړ او ویې ویل چې د طالبانو لهجه د وحشت لهجه ده او د افغانستان خلک د هغوی د اختري پیغام اورېدو ته اړتیا نه لري.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

صدیق صدیقي په دې اړه د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره په مرکه کې په کابل کې هغې خونړۍ حملې ته اشاره وکړه چې ۱۴ کسان په کې ووژل شول او ۱۴۵ تنه زخمیان شوي او مسؤلیت یې وسله والو طالبانو اخیستی وو.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی هڅې کوي چې په لنډ وخت کې د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره د سولې یو توافق وشي.

XS
SM
MD
LG