د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني پر انتخاباتو له ټینګار سره ویلي چې "ملي سوله" کېدونکې ده


افغان ولسمشر محمد اشرف غني

کابل - افغان ولسمشر اشرف غني ویلي، د انتخاباتو له لارې د "مشروع او قوي حکومت" له جوړېدو پرته "باعزته سوله نشي کېدای."

نوموړي د اګست پر ۱۱مه په کابل کې د لوی اختر په مناسبت په وینا کې ټینګار وکړ چې ولسمشریز انتخابات به راتلونکې میاشت له پلان سره سم کېږي او پکې بهرنۍ مداخله نه مني.

غني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې امریکايي استازي په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې کوي او دواړو لورویو پکې د پرمختګ خبرونه ورکړي.

غني وویل، مذاکرات پرته له کوم قید او شرطه کېږي، خو د سولې لپاره شرایط شته.

ده وویل چې سوله کېدونکې ده خو دغه سوله به ملي وي، نه ګوندي، قومي او سمتي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې چې شاوخوا ته یې يو شمېر لوړپوړي حکومتي چارواکي ولاړ ول، وویل چې سوله قاطعیت غواړي او د حکومت په وروستي پړاو کې لویې پرېکړې ناشونې دي، نو د دې لپاره ولس باید ولسمشر ته صلاحیت ورکړي.

د ولسمشر غني بشپړه وینا

د ده په خبره: "دا مه هېروئ چې سوله به ملي وي، نه سمتي، نه ګوندي او نه هم قومي، سوله د ټولو افغانانو او راتلونکو نسلونو ده، دا هم مه هېروئ چې سوله موږ شونې کړه."

غني ټینګار وکړ چې د سولې بهیر له شپږو مهمو مرحلو تېر شوی چې اوسني حالت ته رسېدلی دی.

هغه د ملي يووالي حکومت جوړېدل، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره سوله، د امریکا له ولسمشر ډونلد ټرمپ سره مذاکرات، په سیاسي حللارې ټینګار او د ۲۰۱۸ز کال په کوچني اختر کې پرته له قید او شرطه د اوربند اعلانول د سولې مهم پړاونه وبلل.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې اتم پړاو خبرې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ په قطر کې دوام لري او ویل کېږي چې ښايي په نېږدې ورځو کې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

ارشیف، د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
ارشیف، د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

طالبانو ټینګار کړی دی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته چمتو دي چې د افغان حکومت په ګډون له ټولو سیاسي لوریو سره خبرې اترې وکړي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په نړیواله کچه د يوه حکومت په توګه منل شوی دی او د سولې بهیر به له طالبانو سره پرمخ وړي: "سوله راتلونکې ده، هغه سوله چې مطلق اکثریت افغانان یې غواړي او په خپله خوښه یې غواړي او د افغانستان اسلامي جمهوریت چې په ټولې نړۍ کې منل شوی او منل شوي قراردادونه او علایق لري، د طالبانو له تحریک سره به سوله سرته رسوي."

غني د خپلو خبرو په يوه برخه کې وروستیو بریدونو او ځانمرګو حملو ته په اشاره وویل چې د افغانستان حکومت او خلک د حملو پر وړاندې چاته سر نه ټيټوي.

راپور: محمد واصل وصال، ازادي راډیو

تبصرې وګورئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په سيمه کې پوځي تمرينونه او ازموينې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:01 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG