د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: افغان ځواکونو ځانمرګي واسکټونه نيولي


په ننګرهار کې نیول شوي وسلې.
په ننګرهار کې نیول شوي وسلې.

د ننګرهار د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي چې په تېره یوه مياشت کې يې د ډاکټر او تجارانو هغه ۱۲ تنه تهدیدونکي نيولي چې دوی ته به يې د ټېلېفون له لارې د باج نه ورکولو په صورت کې مرګوني ګواښونه کول او نور جنايي او ترهه ګریز فعالیتونه يې تر سره کول.

د ننګرهار د ملي امنیت چارواکو د شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې له هغو دولسو تنو څخه دوه تنه رسنوالو ته وښودل چې ډاکټرانو او تچارانو ته به يې د باج نه ورکولو په صورت کې مرګونې ګواښونه کول.

د ننګرهار د ملي امنیت ځواکونو مشر نظرعلي واحدي وویل: "ډاکټر صاحبانو چې کوم تشویش لرلو، یعنې موږ په دغه تېره یوه میاشت کې دولس تنه هغه کسان نیولي چې ډاکټران او تجاران به يې تهديدول.

تاسو کولای شئ چې ويې ګورئ، د هغو دولسو کسانو له ډلې دوه نفره ستاسو پر وړاندې ولاړ دي او په خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړی دی."

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې ځانمرګو بریدونو چمتو شوي شپږ واسکټونه او نور مهمات هم نندارې ته ايښودل شوي ول.

نظرعلي واحدي وړاندېوايي چې دا مهمات يې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د کشفي راپورونو په اساس ترلاسه کړي دي.

"دا کوم واسکټونه چې تاسو ګورئ، د دې جوړول د داعش او طالب وسله والو کار نه دی. دا په یوه فابریکه کې جوړ شوي او فابریکه يې په افغانستان کې نشته، بلکې له پولې بلې غاړې ته ده."

په دې مطبوعاتي کنفرانس کې دننګرهار ملکي او نظامي چارواکو وویل چې د لوی اختر او خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځلو په موخه امنیتي ځواکونو کلک امنیتي تدابیر نیولي د ده په خبره کې امنیتي ځواکونو چمتو دي چې د هر ډول جنايي او ترهه ګريزو فعالیتونو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG