د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو ګواښ ته د افغان ولسمشر ځواب


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د انتخاباتي کمپین پر مهال. ۲۰۱۹ز کال، د اګست ۵مه
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د انتخاباتي کمپین پر مهال. ۲۰۱۹ز کال، د اګست ۵مه

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د انتخاباتو په اړه د طالبانو ګواښ ته په غبرګون کې وايي، د دغه هېواد خلک زور ته نه‌ تسلیمېږي.

نوموړي په کابل د ده په مشرۍ له "دولت‌ساز" ټیم سره د زلمي رسول د یوځایکېدو په اړه يوې کمپایني غونډې ته وویل چې خلک به په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "نن طالبانو يوه اعلامیه ورکړه، په انتخاباتي غونډو حملې کوي، دوی وار وار دا ګواښونه کړي دي، په پارلماني ټاکنو کې یې هم دا ګواښ کړی و، د افغانستان خلک وپېژنئ چې زور ته نه‌تسلیمېږي، که موږ ته ووایئ چې يو کار مه‌کوه، ځکه په زور یې درباندې کوو، موږ هم-هغه کار کوو."

وسله‌والو طالبانو د سې شنبې په ورځ د افغانستان جمهوري ریاست د انتخاباتو ګډوډولو ګواښ کړی دی.

دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د جمهوري ریاست انتخابات د تېرو په شان یوه تېر ایستونکې پروسه بللې ده او ګواښ‌ یې کړی چې دوی به‌ یې په کلکه د مخنیوي هڅه وکړي.

طالبانو په دغi اعلامیه کې پر عامو افغانانو غږ کړی چې په کمپایني غونډو او دغه پروسه کې له ګډونه ډډه وکړي، چې د دوی په حملو کې ورته زیان ونه‌رسېږي.

د پکتیکا په څنډو کې د طالبانو یوه غونډه. ۲۰۱۷ز کال، ۱۸م جولای
د پکتیکا په څنډو کې د طالبانو یوه غونډه. ۲۰۱۷ز کال، ۱۸م جولای

له دغې اعلامیې وروسته د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي هغه څوک چې د انتخاباتو مخالفت کوي دوی هڅه کوي چې په زور واک ته ورسېږي چې دا افغانانو ته د منلو نه‌ده.

د دغه کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست ازادي راډيو ته وویل، انتخابات د واک د سوله‌ییز لېږد یوه ولسواکه منل شوې پروسه ده چې حکومت باید د کاندیدانو، رأی ورکوونکو او د انتخاباتو د کارکوونکو امنیت خوندي کړي.

نوموړی زیاتوي: "حکومت دې د ټولو هغه ادرسونو په مقابل کې ودرېږي چې دغه ولسواکه پروسه چلېنجوي، د میزان په شپږمه ټاکنې ترسره کوو، له حکومت نه مو جدي غوښتنه دا ده چې ټولو رأی ورکوونکو، انتخاباتي کارکوونکو او کاندیدانو امنیت وساتي."

د افغانستان ولسمشرۍ انتخابات د سپټمبر پر ۲۸مه (د میزان په شپږمه) ترسره کېږي چې شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې ورته کمپاینونه پیل شوي او ۵۰ ورځې به نور هم دوام وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر انتخاباتي ټیمونه د طالبانو ګواښ بابیزه بولي او وايي چې افغان ولس د خپل راتلونکي په اړه له هېچا وېره نه‌ لري او د پخوا په څېر به یو ځل بیا په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د نوم‌لیکنې بهیر
د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د نوم‌لیکنې بهیر

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت وسله‌والو مخالفانو د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ هم کړی و.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې په پلازمینه کابل او ولایتونو کې یو لړ حملې وشوې چې مرګ ژوبله‌ یې هم درلوده.

مخکې له دې بیا دغه وزارت د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی و.

XS
SM
MD
LG