د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان امن خبرو کې ډېر پرمختګ شوی: خلیلزاد


د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره د امریکايي چارواکو یوه لیدنه. ۲۰۱۹ز کال، ۲۶م فبرورۍ
د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره د امریکايي چارواکو یوه لیدنه. ۲۰۱۹ز کال، ۲۶م فبرورۍ

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو سره په خبرو کې ډېر ښه پرمختګ شوی دی.

نوموړي په دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي، د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د قطر په دوحا کې د خبرو اتم پړاو پام د هغه تړون پر پاتو مسلو وو چې له مخې به یې پر شرایطو پر ولاړ د بهرنیو ځواکونو له افغانستانه وتلو ته لار هواره شي.

خلیلزاد ویلي، دی له طالبانو سره د درې ورځنیو خبرو پس هند ته سفر کوي. ټاکل شوې وه چې نوموړی به د اګست پر پنځمه هند ته ولاړ شي. بلخوا د ناټو سازمان عمومي مشر ینس سټولټنرګ نن په نیوزیلنډ کې خبریالانو ته ویلي، اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره یو ریښتونی چانس راغلی دی.

خلیلزاد زیاتوي چې په دوحه کې د سولې مرکچۍ ډلې به د تړون پر تخنیکي برخو او پر هغو ګامونو او مېکانیزمونو غږېږي چې د یوه څلور ماده‌ییز تړون د موفقانه پلي کېدو لپاره اړین دي.

لکه:

  • له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش
  • له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ لیدنه
  • او بالاخره یوه اوربند او سیاسي توافق ته رسېدل
  • او هم له افغانستانه د ترهګریزو فعالیتونو د نه‌کارولو تضمین

د افغانستان د سولې اتم پړاو خبرې د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې دي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له تېر دوبي راهیسې له طالبانو سره د سولې خبرې په دې هیله پیل کړي چې د افغانستان بحران له ډیپلوماتیکو لارو حل او ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG