د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: د سولې پروسه کې د نظام پر سر معامله نه شي کېدای


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

کابل ـ په قطر کې د سولې په اړه د خبرو د اتم دور له پیل سره سم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، څوک دې په دې ګومان کې نه وي چې د سولې د پروسې پر سر به د افغانستان د اسلامي جمهوریت له نظام سره معامله وشي.

اشرف غني داخبره د اګست په دریمه په کابل کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر افسرانو ته وکړه.

هغه همداراز د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې په اوازو پسې دي نه ګرځي او د سولې د مذاکرو تر پیل پورې دې د دښمن ځپلو ته خپله توجه ورکړي.

د افغان ځواکونو یو انځور
د افغان ځواکونو یو انځور

په افغانستان کې د اسلامي جمهوري د نظام تشکیل له هغو جمهوري پرمختګونو څخه دی چې په وروستیو ۱۸ کلونو کې شوي دي.

د افغانستان نړیوال شریکان هم د سولې لپاره په خبرو کې په بیا بیا د وروستیو تقریباً دوو لسیزو د پرمختګونو په خوندي ساتلو ټینګار کوي.

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ د اګست پر دوهمه په بروکسل کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"موږ د ټولو هڅو هرکلی کوو. موږ د بین الافغاني خبرو د پیل کلک ملاتړ کوو، ځکه د افغانستان حکومت باید د سولې د پروسې برخه وي. موږ باید د هغو پرمختګونو ساتنه وکړو چې په افغانستان کې شوي، چې افغانستان بیا د نړیوال ترورېستانو مرکز نه شي."

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ

سټولټنبرګ وویل چې له طالبانو سره د امریکا د خبرو هرکلی کوي، خو لا هم ډېرې ستونزې په مخکې پرتې دي چې باید حل شي.

خو د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اګست پر درېیمه رسنیو ته یو ټيليفوني پیغام استولی او لیکلي یې دي: که تړون ته نږدې شو، له مخې به یې په ټاکلې موده کې ټول بهرني پوځونه له افغانستانه ووځي او هم به له افغاني خواوو سره مذاکراتو ته لاره خلاصه شي.

په دې لنډ پیغام کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

واشنګټن پوسټ د افغانستان د حکومت د یوې پټې سرچیني په حواله په یو راپور کې لیکلي چې د ولسمشر غني اداره له طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاری نیسي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

پولیسو خیبر کې په لومړي ځل د وژنې پلټنې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG