د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبايلي سيمو کې لکونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي: حکومت


په پاکستان کې د وسله والو لخوا د يو ړنګول شوي سکول عکس.
په پاکستان کې د وسله والو لخوا د يو ړنګول شوي سکول عکس.

دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير له سلا کار ضياالله خان بنګش او د غير دولتي ادارې الف اعلان له يو چارواکی ډاکټر جواد اقبال سره پر دې خبرې کړي چې حکومت وايي د خيبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو لپاره پينځه کلن تعليمي پلان لري.

دا په داسې حال کې ده چې په قبايلی ضلعو کې وسلوالو او قدرتي افتونو په سلګونه سکولونه ړنګولي دي.

بلخوا د سرکاري شمېرو له مخې يوازې په وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴ م کې د شورو شوو ضرب عضب پوځي عملياتو له کبله د څه باندې ۸۰،۰۰۰ زده کونکو تعليم اغيزمن شوی وو.همداراز څو ورځې مخکې د خيبرپښتونخوا حکومت وويل چې دا وخت په قبايلي ضلعو کې شا و خوا ۴۰ فيصده زده کونکي سکولونو ته نه ځي.

پر دې سربيره يو کال مخکې د خېبرپښتونخوا د تعليم پخواني وزير محمد عاطف مشال ريډيو ته ويلي وو چې په خېبر پښتونخوا کې ۱۸ لکه ماشومان داسې دي چې عمرونه يي د سکولونو د تلو دي خو سکولونو ته نه ځي.

د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG