د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تاجرانو د حکومتي پالېسیو پرضد احتجاج کړی دی


د هړتال پخوانی عکس

د خېبر پښتونخوا په ګډون د ټول پاکستان تاجرانو د اګست پر دریمه د حکومت د اقتصادي پالیسیو او ټیکسونو پرضد د احتجاج په توګه توره ورځ لمانځي.

تاجرانو احتجاجي کېمپونه لګولي او له حکومته غوښتنه کوي چې د پنځوس زرو روپو سودا پر اخیستو د شناختي کارډ ښودلو شرط او د یو کرړو روپو په خرڅ دې د یو نیم في صد ټرن اوور یا زیات ټیکس ختم کړي.

په پېښور کې د تاجرانو د مرکزي تنظیم یو مشر شرافت مبارک مشال راډیو ته وویل دوي اوس احتجاج کړی دی خو که حکومت يې غوښتنې ونه منلې نو تر لوی اختر وروسته به پر پنځلسم او شپاړسم اګست کاربندیز کوي.

نوموړي وویل چې که بیا يې هم غوښتنې ونه منل شوې نو د روانې میاشتې پر ۲۶مه او ۲۷مه بهشټر ډاون هړتال کوي.

په مردان کېد تاجرانو د تنظیم یو مشر رحمت ګل مشال راډیو ته وویل د حکومت د ظالمانه ټېکسونو له کبله یوازې تاجران یا کاروباریان نه دي متاثره شوي بلکې دې ټول ولس پرېشانه کړی دی.

نوموړي وویل ، د دوي د احتجاج هدف حکومت ته دا ښودل دي چې دوي یې له پرېکړو خوشاله نه دي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت وايي چې تیرو حکومتونو دومره قرضې اخیستې دي چې د ملک اقتصاد يې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

دوي وايي ، د معاشي اصلاحاتو لپاره سختې فېصلې کوي خو تاجران د اقتصاد مهمه او مسلې به یې په سلا مشوره هواروي.

عمران خان د تاجرانو له یوې ډلې سره په خبرو کې ویلي چې تاجران د پاکستان د اقتصاد مهمه برخه ده او حکومت به له تاجرانو سره په ګډه دا ټولې مسلې هواروي.

XS
SM
MD
LG