د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې ډاکټران د بې وزلو ناروغانو لپاره طبي کمپونه جوړوي


په خوست کې د ډاکټرانو غونډه.
په خوست کې د ډاکټرانو غونډه.

په خوست کې د خصوصي سکټور ډاکټران وايي، چې د بې وزله او اړمنو ناروغانو د وړیا تشخیص او درملنې لپاره يې ځینې برنامې او فعالیتونه په پام کې نیولي دي.

دوی زیاتوي، د ډاکټرانو ټیمونه به د خپلو کلینکونو د تشخیص له وسایلو او درملو سره لیرې پرتو سیمو ته ځي او د یو منظم پلان له مخې به په دوامداره توګه د اړمنو او غریبو بیمارانو درملنه کوي.

خوستیو ډاکټرانو دا څرګندونې د اګست پر دویمه د هغه غونډې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې، چې د ډاکټرانو د ولایتي اتحادیې د مدیره هیات د ټاکلو لپاره جوړه شوې وه.

ډاکټرانو وویل، روغتیايي مرکزونو ته د بیمارانو د انتقال لپاره د یو شمېر شخصي امبولانسونو رانیول هم په پام کې لري.

د ډاکټرانو د اتحاديې مخکیني مشر ډاکټر جان محمد وویل د خوست د ډاکټرانو اتحادیه به د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې وړیا روغتیايي کېمپونه جوړ کړي او د هغو ناروغانو تشخیص او درملنه به وکړي، چې روغتونونو ته لاسرسۍ نه لري او یا يې اقتصاد کمزوری وي.

ډاکټر نعمت الله وزیري هم ورته خبره کوي او وايي، چې د اړمنو او بې وسه ناروغانو د درملنې تر څنګ به په خپلو روغتیايي خدمتونو کې هم ښه والۍ راولي.

ډاکټر محمد نور ځدراڼ په خوست کې د تلاسمیا د ناروغانو د وړیا درملنې مرکز لري، چې پدې بیماری اخته سلګونو ماشومانو او تنکیو ځلمیانو ته خدمتونه وړاندې کوي.

دی وايي، د خپلو فعالیتونو په جریان کې ورته مالومه شوې، چې په دې ولایت کې ډېر بې وزله بیماران شته، چې نشي کولی د اقتصادي ستونزو له کبله روغتونونو او ډاکټرانو ته ورشي.

محمد نور ځدراڼ له ډاکټرانو غواړي، چې د خپل وخت او فعالیت یوه وړه برخه دې د دا ډول بیمارانو درملنې او مرستې ته بیله کړي.

یو بل ډاکټر ګل احمدشاه لکڼوال بیا د ډاکټرانو د بنسټ فعالیتونو ته په کتو په دې اند دی، چې خلک به په دې وپوهوي، چې له روغتیايي مرکزونو اساسي او معیاري خدمتونه وغواړي.

بل لوري ته د خوست د عامې روغتیا ریاست د ډاکټرانو اتحادې او په خصوصي سکټور کې نورو ډاکټرانو ته ډاډ ورکوي، چې پدې موخه کې به هغوی سره پوره-پوره همکاري وکړي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر بلال نوراني وايي، چې د روغتیايي کېمپونو د فعالیتونو د موثریت لپاره به ډاکټرانو سره د وسایلو، امبولانسونو او یوه اندازه دواء درملو په برخه کې مرسته وکړي.

په خوست کې د ډاکټرانو د اتحادیې د مشرتابه لپاره د نوي مدیره هیات د ټاکنو پدې غونډه خوست والي محمدحلیم فدايي هم ګډون کړی وو.

ښاغلي فدايي د ډاکټرانو تر منځ یووالی مهم وباله او ويې ویل، چې دا ډول علمي او ټولنیز بنسټونه د قانونمندۍ، تخصص، د ریسرج او څېړنو او ظرفیتونو د لوړلو په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

سره لدې چې خوستي ډاکټران خلکو او ناروغ لرونکو لپاره د معیاري او اساسي خدمتونو د وړاندې کولو ژمنې کوي او وايي، چې تر دې وروسته به د بې وزله او اړمنو ناروغانو د یوې برخې وړیا درملنه کوي، خو بل لوري ته ځايي خلک اړوندې حکومتي ادارې په دې تورنوي، چې د روغتیايي سکټور منظم کنټرول او څارنه نشي کولی او له همدې کبله د روغتیا برخه هم تر ډېره تجارتي شوې ده.

XS
SM
MD
LG