د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزۍ مرکز دې داسې وي چې ټول ورته اسان تګ راتګ کوي: ځايي مشران


د اورکزۍ قبایلي ضلعې نقشه
د اورکزۍ قبایلي ضلعې نقشه

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې اورکزۍ یو شمېر خلکو د اګست پر دویمه د دې لپاره احتجاج کړی چې هیډ کواټر دې له هنګو څخه نه منتقل کوي.

احتجاج کوونکي د هنګو او پیښور پر مرکزي لاره کینستل او هلته یې تقریرونه وکړل چې په کې د اورکزو هیډ کواټر د منتقل کېدو فیصله له عوامي رایې بغیر وبلل شوه.

ځايي مشر شهید خان اورکزي وویل ، “ حکومت پر شپږم اګست د اورکزو هیډ کواټر له هنګو کلایې ته د منتقل کېدو فیصله کړې چې ورباندې دوي تحفظات لري.”

د دوي په وینا ، د ضلعې مرکز ته باید داسې ځای انتخاب شي چې د ټولو سیمو خلک ورته په اسانه تګ راتګ کولای شي.

د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې چې پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کې شامله شوه نو حکومت دا پرېکړه کړې وه چې له یادو سیمو بهر موجود ټول ضلعي مرکزونه به خپلو اړوند سیمو ته وړي.

ځايي مشر سید غازي ګلاب جمال وايي، که حکومت د سیمې اصلاحات کول غواړي نو لومړی دې هلته د بیا ابادۍ، تعلیم او صحت په څانګو کې کار وکړي ځګه چې په سیمه کې زیات ضرورت د هم دې دی.

بل پلو حکومتي چارواکو د اورکزو هیډ کوارټر د منتقل کېدو عمل تر راتونکو دوو اونیو د دې لپاره ځنډولی دی چې پر دې مسله د ټولو ترمنځ همغږي رامنځ ته شي.

سنیټر اورنګزیب اورکزی وايي، د اورکزو خلک چې د هیډ کوارټر منتقلي چرته هم غواړي، حکومت به یې هم هلته کوي ځکه چې د ده په وینا دا هر څه د ولس د ګټې لپاره روان دي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم ذولفقار علي بټو چې د ۱۹۷۳م کال په نومبر میاشت کې اورکزۍ ته د ایجنسۍ حثیت ورکولو منظوري ورکړه نو په هغه وخت کې د ځايي قومونو او علاقو ترمینځ د اختلافاتو په وجه د سیمې هیډ کواټر په هنګو کې د قایمولو فیصله شوې وه.

په هیډ کوارټر کې دا وخت د ۱۶ بېلا بېلو سرکاري ادارو له دفترونو سره د ضلعي انتظامي د مشر دفتر، جوډیشل کمپلیکس او جرګه حال موجود دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG