د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن د سېنټ چرمېن په لرې کولو کې ناکامه شو


Pakistan Parliament
Pakistan Parliament

د اګست پر لومړۍ نيټه د سېنېټ چيېرمېن صادق سنجراني او مرستيال چيېرمېن سليم مانډويوالا پرضد د بې باورۍ تحريکونه ناکامه شو او دواړه مشران پر خپلو څوکيو پاتې شول.

د سېنېټ غونډه د پريزايډینګ افسر سېنېټر محمد علي سېف په مشرۍ کې وشوه چې د سېنېټ د چيېرمېن صادق سنجراني پرضد د عدم اعتماد تحريک قرارداد پکې د مسلم ليګ ن سېنېټر راجه ظفرالحق وړاندې کړ او تر منظورۍ وروسته ورباندې رايې واچول شوې.

د حکومت او اپوزيشن د پولېنګ ايجنټانو په موجودګۍ کې د ووټونو شميره بشپړ شوه چې ورسره سم د سنجراني په مخالفت کې ۵۰ رايې کارول شوې وې او اپوزيشن ته د تحريک د بريا لپاره ساده اکثريت ياني ۵۳ رايې په کار وې.

د پاکستان په سېنېټ کې ټول ۱۰۴ غړي دي چې پکې ۱۰۰ سېنېټرانو خپلې رايې وکارولې ۴۵ سېنېټرانو د سنجراني په حق کې رايې واچولې او ۵ ووټونه رد شول.

د درو رایو د کمي له کبله د هغه پرضد د عدم اعتماد دا تحريک ناکامه شو او په سېنټ کې حکومتي غړو پرې خوشالي وکړې.

تر هغه وروسته د واکمن تحريک انصاف سېنېټر شبلي فراز د سېنېټ مرستيال چيېرمېن سليم مانډويوالا پرضد د بې باورۍ تحريک وړاندې کړ چې تر منظورۍ وروسته پرې د سېنټ غړو رایې واچولې. خو د هغه پرضد هم دومرې رایې وانه چول شوې چې نوموړی یې له دندې لرې کړی وای.

سنېټره ستاره ایاز
سنېټره ستاره ایاز

د عوامي نیشنل ګوند سېنېټرې ستارې اياز مشال راډيو ته وويل په کار ده چې د اپوزيشن ګووندونو د هغو ۱۴ غړو نومونه په ډاګه کړل شي چې د صادق سنجراني حمايت يې کړی وو.

د دې په وینا ، دې کسانو له خپلو ګوندونو سره غداري کړې ده.

د پاکستان په سېنېټ کې د متحده اپوزيشن ګوندونو د سېنېټرانو شميره ۶۴ او د حکومت او د هغې د اتحاديانو شميره ۳۶ جوړيږي.

خو د حکمران تحريک انصاف اتحادي سېنېټر مومن خان وايي پکار ده چې اپوزيشن دا اليکشن ګټلی وای ځکه چې د هغوي د سېنېټرانو شميره په سېنېټ کې زياته ده.

د سېنېت د مشر پروړاندې د عدم اعتماد اقدام په اړه فيصله د جون په شپږويشتمه د جميعت علما اسلام ف په کوربه توب د اپوزيشن په ګڼګونديزه غونډه کې شوې وه.

سنېټر سردار یعقوب ناصر
سنېټر سردار یعقوب ناصر

دمسلم ليګ ن سېنېټر سردار ېعقوب خان ناصر له مشال راډیو سره په خبرو کې پر حکومت تور پورې کړ چې د اپوزيشن له ۱۴سېنېټرانو سره معاملې کړې کومو چې بیا د سنجرانې په حق کې ووټونه واچول.

خو په سېنېټ کې قايد ايوان او د حکمران تحريک انصاف سېنېټر شبلي فراز وايي اپوزيشن خو اوس دا نشي ويلای چې سېنېټران يې د بې باورۍ له قرارداده خوشحاله نه وو.

سنېټر شبلي فراز
سنېټر شبلي فراز

د ده په وینا ، د اپوزېشن مشرانو ته اوس له دې پرته بل څه ورپاتې نه دي چې ګواکې دا سنېټران په پیسو اخیستل شوي وو.

صادق سنجراني د ۲۰۱۸مکال په مارچ مياشت کې د سېنېټ چيېرمېن ټاکل شوی وو. نوموړي د پيپلز ګوند او پاکستان تحريک انصاف په مرسته ۵۷ رایې اخیستې وې او په مقابله کې یې د مسلم ليګ ن اميدوار راجا ظفر الحق ولاړ وو کوم چې ۴۶ ووټونه ترلاسه کړي وو.

ګڼ ګوندیزه غونډه

د سېنېټ د چېرمین صادق سنجراني پرضد د بې باورۍ تحریک له ناکامۍ وروسته اپوزیشن ګوندونو پرېکړه کې چې راتلونکې اوونۍ به ګڼ ګوندویزه غونډه راوبلي.

د پاکستان مسلم لیګ نواز مشر شهباز شریف وویل دوی دې لړ کې راتلونکې اوونۍ ګڼ ګوندویزه غونډه رابلي چې پکې به د راتلونکي کړنلاره ټاکي.

د پاکستان پيپلز پارتۍ شریک چېرمین بلاول بوټو زرداري وویل سلېکټېډ حکومت د سېنېټ چیرمین هم سلېکټ یا غوره کړ او دا د چیرمین ګټه نه بیلات دی نو باید چې استعغا ورکړي.

د دوي په وینا ، د دې هدف به ولس ته دا په ډاګه کول شوي چې په عدم اعتماد تحریک کې هم ورسره لکه تیرو انتخاباتو درغلي شوې ده.

د اپوزېشن مشرانو دا هم ویلي چې هغه سېنېټران به په ګوته کوي او پرضد به يې اقدامات کوي چا چې خپل ضمیر په پېسو خرڅ کړی دی.

XS
SM
MD
LG