د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
دا اوونۍ مو د سوات له يوه سندرغاړي ضياالدين ضيا سره د هغه د هنري کارونو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړی وايي، لومړی البم يې په ۲۰۰۰ز کال کې جوړ کړی وو چې سندرې يې خلکو خوښې کړې وې.
ضیا زياتوي، د سوات ولس، په تېره هنرمندان، د خپل امنيت له پلوه ډاډمن نه دي.
د نوموړي دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
نښلول
شریک کړئ
خپرونه دلته واورئ
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:43:09
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
هارون باچا
هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي.