د لاسرسي ځای

تازه خبر

''نور جګړه بس کړئ''


په خوست کې د دیني عالمانو غونډه.
په خوست کې د دیني عالمانو غونډه.

د خوست دیني عالمانو او ځوانانو د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې په دې هېواد کې د روانو ناخوالو او وژنو د پای ته رسولو په خاطر په خپلو کې سوله وکړي.

دوی چې د جولای پر ۳۱مه په خوست کې د ښې حکومتوالۍ او سوله کې د دیني عالمانو او ځوانانو د ونډې او مسوولیتونو تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې راټول شوي ول، ټېنګار وکړ چې په جګړو کې نه یوازې کوم لوري ته څه په لاس نه ورځي، بلکې د خلکو کړاونه، وژنې او ورانۍ لا پسې ډېروي.

دیني عالم مولوي شریف الله لمر مشال راډیو سره په خبرو کې له افغان دولت او وسلوالو مخالفینو وغوښتل، چې په خپلو کې سوله وکړي، ځکه د ده په وینا سوله کې مینه، یووالی او پرمختګ موجود دی.

نوموړی زیاتوی، بې له سولې ژوند د ناخوالو او بدمرغیو سره ملګری وي او په جګړه کې نه یوازې چاته څه په لاس نه ورځي، بلکې شته لاسته راوړنې هم له لاسه ورکوي.

به یاده غونډه کې د یو شمېر دیني عالمانو په خوا کې د دې ولایت د بیلابیلو سیمو ځوانانو هم برخه اخیستې وه.

ځوان مدني فعال خلیل جان ګربزوال هم د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ وکړ، چې د نورو ګټو پر ځای په یوې داسې سوله هوکړه وکړي، چې د ټولو افغانانو عزت په کې وي او د ټولو قشرونو ګټې خوندي کړای شي.

په خوست کې د ولسي ملاتړ د برنامې مسوول محمد نیسسم سهار وايي، ددې برنامو موخه داده، چې دیني عالمان او ځوانان تر پخوا ډېر په ولس کې د سوله ییز ذهنیت د خورولو لپاره خپل رول سرته ورسوي.

خوست والي محمدحلیم فدايي هم په ټولو خلکو او د دولت پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ، چې د ناامیدیو او جګړو کیسې دې پریږدي، ځکه دا هېواد یو دروند ولس لري او خاوره يې له مرغلرو ډکه دی.

ده ټېنګار وکړ، چې ښه حکومتوالي او د سوله ییزې لارې انتخاب سولې ته د رسیدو یواځنۍ لاره ده او نورې لارې نتیجه نه ورکوي.

د خوست اوسیدونکي داسې مهال د جګړې له ښکیلو خواوو د سولې غوښتنه کوي، چې د افغان حکومت د چارواکو په وینا د سولې د بهیر پر جزیاتو او د سولې د لارې پر نقشې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي.

په همدې موخه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد تېره اونۍ کابل ته تللی.

تراوسه زلمي خلیلزاد د طالبانو له استازو سره اوه ځلې لیدلي او په پام کې ده، چې د خبرو اتم پړاو لپاره بیا قطر ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG