د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ تر امريکايي ټاکنو مخکې افغانستان کې پوځ کمول غواړي: پومپیو


مايک پومپيو
مايک پومپيو

د امريکې بهرنيوو چارو وزير مايک پومپيو ويلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي په امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو څخه مخکې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل پيل شي.

فرانس پريس خبري اژانس ليکلي چې د جولای په ۲۹مه پومپيو په واشنګټن کې ده ايکونوميک کلب په نامه څيړنيز مرکز کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورته ويلي چې له ۲۰۲۰ کال ټاکنو څخه مخکې په افغانستان کې خپل ځواکونه راکم کړي. دا ټاکنې راتلونکی کال د نومبر په مياشت کې کېږي.

دا مهال خوا او شا ۱۳۰۰۰ ناټو ځواکونه په افغانستان کې دي چې ډېری یې امريکايان دي. له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل د طالبانو مهم شرط دی. دوی د دې او ځينو نورو مسايلو په اړه د امريکايي استازو سره له تېرو شپږو مېاشتو راهيسې په قطر کې خبرې کوي خو د افغان حکومت سره يې له مستقيمو کښېناستو انکار کړی دی.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي د جولای په ۲۹مه په پارليمان کې د خبرو پر مهال وويل چې کوښښ کوي طالبان افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي. هغه زياته کړه چې په دې اړه په راتلونکې کې يوه مهمه غونډه د ناروی په اوسلو کې کېږي خو نور تفصيل یې ورنه کړ.

هغه وويل: ((پاکستان د سولې بهير سره مرسته کوي. موږ غواړو چې د طالبانو سره روغه جوړه وشي. موږ د دې روغې جوړې لپاره کوښښ کوو چې د افغان حکومت سره د طالبانو د مستقيمو خبرو له لارې کېدلی شي. دا وړانديز د پاکستان وزيراعظم کړی دی.))

طالبان وايي ځکه د افغان حکومت سره مستقيم مذاکرات نه کوي چې د جګړې اصلي لوری امريکا دی او خبرې هم بايد لومړی د هغوی سره وشي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو قطر دفتر يو چارواکي تېره اونۍ بي بي سي ته وويل چې که د پاکستان وزيراعظم عمران خان ورته د ملاقات بلنه ورکړي، دوی به يې ومني. افغان چارواکو په بيا بيا تور پورې کړی چې پاکستان د طالبانو سره د جګړې لپاره مرسته کوي خو پاکستان دريځ لري چې پر طالبانو خپل اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي.

بلخوا د جولای په ۲۹مه ده اکونوميک کلب آف واشنګټن په غونډه کې مايک پومپيو ويلي چې د طالبانو سره یې مذاکراتو کې پرمختګ کړی خو د جوړجاړي په اړه کوم تاريخ نه شي ورکولی. په همدغه ورځ د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنيوو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خليلزاد د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کابل کې وکتل.

د ولسمشر غني دفتر د جولای په ۲۹مه په خبرپاڼه کې وويل چې دواړو د سولې په اړه خبرې وکړي او د سولې بهير په اړه د افغان حکومت په تياريوو وغږېدل. تر دې مخکې افغان چارواکو ويلي وو چې په دوه اونيوو کې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ نېغ په نېغه مذاکرات پېل شي خو امريکې او طالبانو دا رد کړې وه. دوی ويلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به هله خبرې پېليږي چې د امريکې او طالبانو ترمنځ خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG