د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماربلو پر کاروبار ۱۷ فېصده ټيکس لګول شوی


حماد اظهر
حماد اظهر

د پاکستان تحريک انصاف حکومت د مرمرو په کاڼو يا ماربلو په کاروبار ۱۷ فېصده ټيکس لګولی دی چې د کانونو مالکان پرې خوشاله نه دي. خو د اقتصاد وزير حماد اظهر وايي دا ټيکس د مرمرو پر کانونو نه بلکې خرڅلاو یې دی چې سېلز ټيکس ورته وايي.

هغه د جولای په نهه ويشتمه په پارلمان کې په دې اړه د بحث پر مهال د حکومت د دې کار دفاع وکړه: ((په ټول پاکستان کې د ماربل صنعت ته ځانګړی حېثیت ورکړل شوی وو چې له وجې يې يوازې ۲۳ کروړه روپۍ ټیکس تر لاسه کېده. اوس دا حېثیت بدل شوی دی. يوه خبره واضحه کول غواړم چې په قبايلي ضلعو او د خېبر پښتونخوا په نورو سيمو کېد ماربلو صنعت له ټيکسه مثتسنا دی خو چې څنګه دا کاڼی له کانه راووځي او د خېبر پښتونخوا يا د پاکستان بلې کومه سيمه کې خرڅېږي نو ۱۷ فېصده ټيکس به همغسې ورکوي لکه څرنګه چې يې نور کانونه ورکوي.))

پر دې مسله په قامي اسمبلۍ کې له پنجابه د تحريک انصاف غړو شور وکړ او وې ویل چې د دې ډېر زور د دوی له سيمو وځي ځکه چې د خېبر پښتونخوا د ماربلو کاروبار په پنجاب کې ډېر کېږي.

خو په قبايلي ضلعو کې د ماربل اتحاديې غړي دا ردوي. د دې اتحاديې يو غړي احسان الله د جولای په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې د دې ټيکس ډېر فشار پرپښتنو ماربل پلورونکو دی. هغه زياته کړه: ((دوی (د حکومت غړي) په اسمبلۍ کې وايي چې په قبايلي ضلعو کې ټيکسونه نشته. دا هسې خبرې دي. د ماربلو په خرڅ يې ۱۷ فېصده ټيکس لګولی دی. نو موږ چې له کانونو ماربل راوباسو نو نه به يې خرڅوو؟ که خرڅوو یې خو دا ټيکس به ورکوو. پنجاب ته خو تیار مرمر ورځي نو هلته د څه ټيکس دی؟ اصلي خبره دا ده چې حکومت زموږ د ماربلو برامداتو ته خنډونه جوړوي او درامدات هڅوي.))

د قبايلي ضلعو د ماربلو اتحاديې ويلي چې د بجلۍ د نشتوالي، سړکونو د خرابولي او د حکومت د نوو ټيکسونو له وجې دا مهم صنعت مخ په ودرېدو دی. په مومندو کې د ماربلو د دوو کارخانو مالک او د يادې اتحادیې غړي، سعيد خان د جولای په ۲۹ مشال راډيو ته وويل حکومت ترې په بېلابېلو نومونو ټيکسونه اخلي.

هغه زياته کړه: ((د کانونو يو ټيکس دی هغه ورکوو. نيزدي پنځه نيم زره روپۍ رانه اخلي. بل د بجلۍ په بيلونو کې رانه ټيکس اخلي. دا اوس ماته بيل راغلی دی. پنځلس لکه روپۍ يې د ټيکسونو سره اخیستي دي. د فردر په نامه يې پکې يو څه ليکلي دي. موږ پرې تر اوسه پوه نه شو چې دا د څه ټکيس دی خو رانه اخلي يې.))

قبايلي سيمې په ۲۰۱۸ کال کې په خېبر پښتونخوا کې شاملې شوې. حکومت اعلان کړی وو چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به له هغه څه ټيکس نه اخیستل کېږي چې د شاملېدو له دې مرحلې مخکې پرې ټيکس نه وو. خو د اقتصاد وزير حماد اظهر د جولای په ۲۹مه په پارليمان کې وويل چې په دې پاليسۍ کې يې د بدلون په کولو سره په قبايلي ضلعو کې د شیانو په خرڅولو ټکيس لګولی البته د شيانو په توليد د پخوا په شان ټيکس نشته.

XS
SM
MD
LG