د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې پاکستاني سفارت د ویزو ورکولو عادي بهیر بحالوي


سفارت وايي د دوشنبې له سهاره عادي فعالیت پیلوي

کابل ـ په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، د جولای له ۲۹مې څخه د ویزو ورکولو عادي بهیر بحالوي.

سفارت د جولای پر ۲۸مه په یوه بیان کې ویلي، دا فیصله یې د پاکستاني سفیر زاهد نصر الله خان او د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر ادریس زمان تر ملاقات وروسته کړې.

دا تر هغې څو ساعتونو وروسته ده چې پاکستاني سفارت افغانانو ته د ویزو ورکولو د محدودولو خبره وکړه.

سفارت د جولای د ۲۸مې پر سهار په يوه خبرپاڼه کې وويل، دا کار يې له دې وجې کړی چې په کابل کې د سفارت ودانۍ بهر یوه ډله د ویزو لپاره له درخواست ورکوونکو پېسې اخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي ول چې یوازې ښځو، ناروغانو، زړو او کاروریانو ته ویزې ورکوي.

خو وروسته یې په جلا بیان کې وویل، چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ادریس زمان سفیر ته ډاډ ورکړ چې چارواکي سمدستي د جنايي ډلې ضد اقدامات کوي.

بیان زیاتوي، د جولای له ۲۹مې څخه د ویزو ورکولو بهیر د پخوا په څېر پیلېږي.

تر دې وړاندې پاکستان د ۲۰۱۸ز کال د اګست پر ۲۹مه په جلال اباد کې خپله کونسلګري د هغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت پر سپارښتنه تړلې وه.

هغه مهال د ننګرهار د ولایتي شورا غړو ویلي ول چې په کونسلګرۍ کې د ویزې غوښتونکو لپاره د یو منظم پروګرام نشتوالی یې د تړلو سبب شو.

خو د پاکستان کونسلګرۍ د ننګرهار پر ولایتي ادارې تور لګولی وو چې د دوی په چارو کې مداخله کوي.

په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ د ویزو د ورکولو پروسه د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر نهمه یو وارې بیا پیل کړې وه.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په هانګ کانګ کې مظاهرې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:34 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG