کابل - له انتخاباتي مهالوېش سره سم د جولای پر ۲۸مه، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د نوماندانو ترمنځ انتخاباتي سیالي شوې چې ۶۰ ورځې به دوام ولري.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ لپاره پر کاندیدانو غږ وکړ چې د انتخاباتي مبارزو د لګښتونو له قانون سره سم عمل وکړي.
د اوسني ولسمشر اشرف غني په ګډون ۱۸ کسان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ولاړ دي چې پکې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم شامل دی.
همداراز، د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ولسمشرۍ ټولو کاندیدانو ته خبرداری ورکړی چې که خپلې شتمنۍ ثبت نه کړي او د کمپاینونو په اړه پر خپل وخت کمېسیون ته راپور ور نه کړي، نه یوازې جرمانه کېدای شي بلکې له انتخاباتي سیالۍ څخه یې نوم هم حذف یا ختمولای شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي په وینا، کاندیدان باید د خپلو ټاکنیزو مبارزو لپاره له څرګندو سرچینو کار واخلي، بهرنۍ سرچینې باید و نه لري، د شخصي پانګې رپورټ په کمېسيون کې ثبت کړي او څرګند بانکي حساب ولري.
هلته د جولای پر ۲۶مه، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم د افغانستان پر وضعیت خبرې وشوې چې انتخابات یې یوه مهمه موضوع وه.