د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب پوليسو د اپوزيشن غړو پرضد مقدمې درج کړي


د اپوزېشن ګوندونو مشران عکس له ارشیفه

د پاکستان په پنجاب صوبه کې پوليسو د لاهور په مال روډ د اپوزيشن ګوندونو لخوا په جلسه کولو د مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند په سلګونه کارکوونکو او مشرانو مقدمې درج کړې دي.

په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو د جولایي پر ۲۵مه د ملک د نورو ښارونو ګډون د لاهور په مال روډ هم جلسه جوړه کړې وه چې ورته د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف او د یاد ګوند د نورو غړو په ګډون د پيپلز ګوند قمر زمان کايره هم وينا وکړه.

د لاهور پوليسو تر جلسه وروسته د شهباز شريف، جاويد هاشمي، خرم دستګير او قمر زمان کايره په ګډون د مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند ځينې نورو مشرانو او شاوخوا ۲۰۰۰ نامعلومه کسانو پرضد اېف ای ار درج کړی دی.

په دې مقدمه کې د دفعه ۱۴۴ خلاف ورزي کول، د ولس جایداد او د پوليسو پوستو ته زیان رسول، مال روډ د هر قسمه ټرافیک لپاره بندول او ولسي ځايونو کې بېنرې ځوړندولو علاوه يو شمېر نورې دفعې شامل کړي دي.

د پيپلز ګوند د پنجاب مشر قمر زمان کايره د جولایي پر۲۶مه په لاهور کې رسنيو ته وويل، حکومت غواړي چې اپوزېشن په مقدمو ووېروي.

ده وویل "ټول اپوزيشن ګوندونه یو ځای شوي دي ، دا قسمه ګامونو له لارې حکومت ځان نه شي بچ کولای".

مسلم ليګ (ن) د لاهور ډپټي کمشنر ته د جولای پر ۲۵مه په مال روډ د جلسې کولو لپاره تحرېري درخواست ورکړی وو خو انتظاميي لخوا اپوزيشن ته په ياد سړک د جلسې کولو اجازه ورنکړې شوه خو بيا هم متحده اپوزيشن په مال روډ خپله جلسه وکړه.

پاکستان تحريک انصاف ياده نېټه د مننې ورځ په توګه ولمانځله او د اسلام اباد لاهور او کراچۍ علاوه د ملک په مختلفو ښارونو کې يې د پروګرامونو تابيا کړې وه.

XS
SM
MD
LG