د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وکیلانو د ټول ملک په عدالتونو کې کاربندیز کړی


د وکیلانو د احتجاج پخوانی عکس
د وکیلانو د احتجاج پخوانی عکس

پراګ: په پاکستان کې وکیلانو د جولايي پر ۲۷مه د ټول ملک په عدالتونو کې کاربندیز او په اسلام اباد کې لویه غونډه رابللې ده.

د وکیلانو ټولنې – بار کونسل – له خوا د دې کاربندیز هدف د پاکستان د سپریم کورټ د دوو ججانو جسټس قاضي فایز عیسی او جسټس کریم خان اغا پرضد د حکومت لخوا دجوړو شویو دوسیو پرضد احتجاج کول دي.

د پاکستان د سپریم کورټ د دې دوو ججانو پرضد په جوړو دوسیو کې تور پورې شوی دی چې دوي خپلې مالي شتمنۍ له قانون سره سمې نه دي په ډاګه کړې.

احتجاج کوونکي وکیلان وايي حکومت دې د یادو قاضیانو خلاف رېفرېنسونه یا دوسیې بیرته واخلي، کنه نو دوی به د احتجاج او کاربندیز لړۍ روانه وساتي.

د سپریم کورټ بار کونسل مشر اډوکېټ امان الله کنرانی وايي چې دا ریفرنسونه غیراینني دي نو ځکه یې بیرته واخیستل شي.

دی وايي ، قاضي فایز عیسی په پاکستان کې د ترهګرو او ترهګرۍ خلاف یو شمېر داسې پرېکړې اورولې دي چې بیلګې یې نشته.

د اډکېټ امان الله کنراني په وینا ، نوموړي په یو شمېر پرېکړو کې حکومت او نورې ادارې د آیین پابنده کړې دي.

د پېښور های کورټ بار کونسل مشر عبدالطیف اپرېدی وايي حکومت د قاضیانو خلاف د داسې ګامونو په پورته کولو غواړي پر عدلیه بندیزونه ولګوي.

د پاکستان مرکزي حکومت په مې میاشت کې د ولسمشر عارف علوي په حکم د سپریم کورټ د دوو قاضیانو جسټس فایز عیسی او جسټس کریم خان اغا خلاف په سپریم جوډيشل کونسل کې رېفرېنسونه جمع کړي وو.

د دوي پرضد په وړاندې شوو ریفرنسونو کې تور پورې شوی چې ګواکې دوي په بهرنیو هیوادونو کې جایدادونه لري. خو دوي دا نه مني.

جسټس قاضي فایز عیسی د هغه کمېشن مشر وو چې د ۲۰۱۶م کال د اګست پر اتمه په کوټه کې پر وکیلانو د شوي برید په اړه یې پلټنې کړې وې.

نوموړي د خپلو پلټنو په وړاندې کړي رپوټ کې د هغه وخت پر حکومت او امنیتي ادارو سختې نیوکې کړې وې او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره یې د یو شمېر سختو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG