د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به له امریکا سره کړې ژمنې پوره کړي؟


د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ او پاکستانی وزیراعظم عمران خان

پراګ: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ، اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې پاکستان خپلې ژمنې عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې مورګن اورتاګوز د جولایي پر ۲۴مه په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل چې د امریکايي چارواکو او پاکستاني وزیراعظم عمران خان ترمنځ دا لومړنۍ لیدنه وه چې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو رغولو ته لاره هواروي.

نوموړې وویل ، “زه دلته د وزیراعظم عمران خان لخوا له شوو ژمنو څخه د یوې ذکر دلته کول غواړم چې ویلي یې دي، هڅه کوي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته وبلي.”

مورګن اورتاګوز وویل موږ په افغانستان کې سولې ته ژمن یو او موږ ګڼو چې دا یو مهم پرمختګ و.

نوموړي زیاته کړه چې د دې ترڅنګ یو شمېر نور مسایل هم وو چې نه یواځې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ بلکې د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره هم د پاکستاني وزیراعظم د ملاقات پر مهال مطرح شول.

د مورګن اورتاګوز وویل ، “ اوس وخت رارسېدلی چې د هغو لیدنو او ژمنو پر اساس پر مخ ولاړ شو.”

پاکستان پر داسې مهال له امریکا سره ژمنه کړې چې د افغان سولې په پروسه کې مرستې کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې مخامخ هم خبرې شوي دي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان ته تللی دی.

د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ تر اوسه د خبرو اترو اووه پړاوونه ترسره شوي دي.

د پاکستان د سیاسي چارو کارپوه طلعت مسعود له امریکا سره د پاکستان د وروستیو ژمنو په اړه مشال راډیو ته وویل ، “ پاکستان ډېر ځله طالبانو ته ښې مشورې ورکړې دي خو هغوی پرې عمل نه دی کړی نو و به کتل شي چې هغوی تر کومه حده د پاکستان خبره مني.”

نوموړی وايي پاکستان به خپله پوره هڅه کوي خو که طالبانو یې خبره ونه منله نو زیات نه زیات دا کولای شي چې له خپلې خاورې طالبان او د هغوي مشران وباسي.

د پاکستان د سیاسي چارو یو بل کارپوه رستم شا مومند بیا وايي، امریکا ته د وزیراعظم عمران خان وروستي سفر پر اسلام اباد د واشنګټن بې باورۍ کمې کړې دي.

ده وویل ، “ زما خیال دی چې د دې دورې په نتیجه کې یو دا کار وشو چې د امریکا کوم شکونه ووپه هغې کې ډېر زیات کمی راغی.”

د رستم شاه مومند په وینا ،اوس د امریکا انتظامیه کېدای شي په راتلونکو وختونو کې پر پاکستان بیا دا تور ونه لګوي چې پاکستان یو طرف ته یوه خبره کوي او بل طرف ته بله خبره کوي.

رستم شا مومند وايي، پاکستان چې کومې ژمنې کړې له هغوي پر شا کېدای نه شي او داسې ښکاري چې په خپله تګلاره کې به ژور بدلون راولي.

د ده په وینا ، دا ځکه چې له امریکا سره یې اړیکې چې تر یوه بریده ښې شوې، نه به غواړي چې یو ځل بیا دې خرابې شي.

دا د وزیراعظم په توګه امریکا ته د عمران خان لومړی سفر وو. نوموړي دا سفر ډېر بریالی بللی دی خو په پاکستان کې د اپوزېشن ګوندونه وايي عمران خان دې ولس ته په ډاګه کړي چې په دې سفر کې یې څه لاس ته راوړي دي.

XS
SM
MD
LG