د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو


د جولای پر ۲۵مه په خوست کې د ولسي تړون د اقراء برنامې په چوکاټ کې د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو.

پدې ودانیو چې ۵۴۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، ودانیزې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې سرته ورسیږي.

د خوست د پوهنې ریاست د چارواکو په وینا چې د یادو ښوونځیو لپاره د ودانیو په جوړیدو سره به په دې ولایت کې د اویا سلنه ښوونځیو د ودانیو د کمښت یا نشتون ستونزه هواره شي.

چارواکي زیاتوي، دوی ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو په برخه کې هغو سیمو او ولسوالیو ته لومړیتوب ورکوي، چې نجونې يې له زده کړو بې برخې پاتې شوې دي.

په خوست کې د سلو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو د کار د پیلیدو لپاره مراسم د یاد ولایت د لکڼو په سرحدي سیمه کې نیول شوي ول.

چارواکو وویل، چې د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار يې د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کالیزې په مناسبت پیل کړ او د همدې ورځې په ویاړ د یو شمېر نورو لویو او وړو پروژو پیلیدل هم په پام کې لري.

د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان د همدې مراسمو په څنډه کې مشال راډیو ته وویل، چې په یاد ولایت کې یوازې۴۰ سلنه ښوونځي ودانۍ لري، چې د دې سلو ودانیو په جوړیدو سره به دېرش سلنه نور ښوونځي هم له اساسي ودانیو برخمن شي.

نوموړی وايي، د دوی ډېر تمرکز په هغو سیمو دی، چې د ښوونځيو د ودانیو د نشتون له کبله يې نجونې ښوونځیو ته نه ځي او د دې برنامې له لارې به هغوی ته د زده کړو زمینې برابرې شي.

د خوست د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس عاشق الله اخلاصیار وايي، د یادو ښوونځيو ودانۍ د ولسي تړون د اقراء برنامې په چوکاټ کې جوړیږي او نورو پاتو ښوونځيو ته د ودانیو جوړول يې هم په پلان کې دي.

اخلاصیار زیاته کړه: ((د اقراء برنامې په چوکاټ کې د سلو ښوونځیو د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه، پدې ښوونځیو مجموعاً ۵۴۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، انشاالله د شپږو میاشتو په جریان کې به بشپړ شي او هغه ښوونځي چې تر اوسه پاتې دي، هغه هم په پلان کې شامل دي.))

د محمد روف په نوم د لکڼو د لیسې یو ښوونکی هم وايي، چې مخکې به يې زده کوونکو د ونو او دیوالونو سیوري ته درسونه ویل، خو پدې سره به د زده کوونکو لپاره د سرپناه ستونزه څه نا څه حل شي.

د سید ابدر په نوم یو زده کوونکی بیا د ودانیو تر څنګ د درسي کتابونو کمښت، د منظم لابراتواراو کتابتون نشتون هم د زده کوونکو له مهمو ستونزو څخه بولي.

خوست والي محمد حلیم فدايي وايي، د خوست هوا ګرمه ده، ګرمي، باد او باران لري چې دا حالت کله نا کله د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخامخوي، نو د ښوونځیو لپاره د معیاري ودانیو په جوړولو سره د ښوونیز بهیر کیفیت ښه کیږي.

په خوست کې داسې مهال سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کارونه عملاً پیلیږي، چې لدې یوه ورځ مخکې د مرکز اړوند د ورغه کلي د ښوونکو په ښارګوټي کې نږدې دوه نیم سوه ښوونکو لپاره د ځمکو د وېش بهیر پیل شو.

XS
SM
MD
LG