د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان اپوزېشن ګوندونه نن د حکومت ضد جلسې کوي


د اپوزېشن ګوندونو د مشرانو پخوانی عکس
د اپوزېشن ګوندونو د مشرانو پخوانی عکس

پراګ: د پاکستان اپوزیشن ګوندونه نن د انتخاباتو کال پوره کېدو په مناسبت توره ورځ لمانځي او جلسې کوي.

د اپوزیشن ګوندونو د رهبر کمېټۍ یو مخکښ غړي میا افتخار حسین تېر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، د عوامي نیشنل ګوند، قامي وطن ګوند او جمیعت علمای اسلام (ف) مشران په پېښور کې جلسې ته ورځي.

د ده په وینا، د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، نیشنل پارټۍ او ځینو نورو ګوندونو مشران په لاهور، کراچۍ او کوټه کې د جلسو مشري کوي.

میا افتخار حسین زیاته کړه چې توره ورځ په تېرو انتخاباتو کې د درغلۍ او بیا د تحریک انصاف په مشرۍ د حکومت د ناسمو اقتصادي پالیسیو ضد لمانځي.

په عین وخت کې د اطلاعاتو لپاره د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان ویلي، ګوند او پلویان یې نن د مننې او احتساب ورځې په توګه لمانځي او په بېلا بېلو ښارونو کې غونډې کوي.

د پاکستان الېکشن کمېشن تېر کال د جولای ۲۵مې انتخابات پاک او راڼه بللي ول او حکومت وايي، اقتصادي ستونزې ورته له تېرو واکمنانو څخه په میراث کې پاتې دي چې د هواري هڅې یې کوي.

د پاکستان وزیرعظم عمران خان د اپوزېشن پر ګوندوندونو تور پورې کوي چې هغوي په داسې یو وخت کې په ملک کې ګډوډي رامنځ ته کوي چې د ملک اقتصاد وار له مخه له مشکلاتو سره مخامخ دی.

عمران خان د جولايي پر ۲۳مه د امریکا په – پیس انسټیټیوټ – کې د پاکستان د اپوزېشن ګوندونو د یو شمېر مشرانو پرضد جوړو مقدمو ته په اشاره وویل، زه احتساب ورته وایم او خلک سیاسي انتقام ورته وايي.

اپوزېشن ګوندونه تور پورې کوي چې د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې اسټبلشمنټ د تحریک انصاف په حق کې درغلۍ کړې وې او عمران خان د هغوي غوره کړل شوی وزیراعظم دی.

خو تحریک انصاف وايي ،اپوزېشن ګوندونه دا ټول شور د خپلو درغلیو پټولو لپاره کوي.

XS
SM
MD
LG